منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ميوند کې ترافيکي پېښې ٧ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۴ کتنې

کندهار (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤): د کندهار- هرات پر لويه لاره په ميوند ولسوالۍ کې ترافيکي پېښه شوې چې په کې ٤ تنه مړه او ٣ نور ټپيان شوي دي.

پېښه د مسافر وړونکي ٣٠٣ او ټونس موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه د ميوند ولسوالۍ د تورې پوستې په سيمه کې يو ٣٠٣ موټر چې له هراته کندهار ته پر لاره و، له ټونس موټر سره ټکر کړى دى.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ٤ تنه چې درې مېرمنې او يو نارينه دی، مړه شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دى وايي، ټپيان د پوليسو له لورې د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان وايي چې د څېړنې يو ډله يې ميوند ولسوالۍ ته لېږلې او پلټنې پيل شوې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، دغه ترافيکي پېښه د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله شوې ده.

له کندهاره پر غځېدلو لويو لارو د ترافيکي پېښو ګراف لوړ دى چې تل په کې مسافرو ته مرګ ژوبله اوړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې