منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هندبال ملي لوبډلې لوبغاړی له خپلې مېرمنې او زوى سره د يونان اوبو کې ډوب شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٤): د هېواد د هندبال ملي لوبډلې يو لوبغاړى زبير عزيزي د خپلې کورنۍ له دوو غړو سره د يونان په اوبو کې ډوب شوى دى.

د هېواد د المپيک ملي کمېټې د هندبال فدراسيون مشر محمديوسف نيازي نن (د سلواغې ٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد هندبال لوبډلې پياوړى لوبغاړى زبير عزيزي تېره اوونۍ له خپلې مېرمن او زوى سره له کابل نه اروپا ته روان شوى و.

هغه وويل چې عزيزي له خپلې مېرمنې او يوه کلن زوى سره درې ورځې وړاندې د يونان له اوبو د تېرېدو پر مهال ډوب شوى دى.

هغه وايي چې دا لوبغاړى ٢٨ کلن و، له تېرو لسو کلونو راهيسې يې له ملي لوبډلې سره همکاري کوله او له هېواده بهر څو لوبو کې يې ګډون کړى و.

نيازي زياته کړه چې د ترکيې پوليسو د دغو دريو کسانو مړي له اوبو را  ايستلي او ټاکل شوې چې په روانه اوونۍ کې کابل ته را ولېږدول شي.

 چې تر اوسه پورې د هېواد له وګړو لسګونه کسان  چې غوښتل يې په قاچاقي ډول اروپا ته ولاړ شي، د يونان له اوبو د تېرېدو پر مهال ډوب شوي دي.

راپورونه څرګندوي چې په تېر زېږديز کال کې شاوخوا ١٦٠زره افغانان له قاچاقي لارو اروپا ته رسېدلي او د پناه غوښتنه يې کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې