کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٤): د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د میدان ښار اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ١٥ تنه ټپیان شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند توريالي همت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن د دغه ولايت د مرکز اړوند سره پله ته څېرمه د کشمیریانو په سیمه کې د کرولا او ټونس موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه.
هغه وويل چې له يادو ١٥ کسانو نهه یې سرسري ټپيان شوي وو، خو د دوو مېرمنو په ګډون شپږ تنه چې ټپونه يې يو څه ژور وو، روغتون ته لېږدول شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د ترافیک پولیس وايي چې دغه پېښه د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










