منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۶ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سالنګ لويه لار پرانيستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

 کابل (پژواک، ١٠سلواغه ٩٤ ): د سالنګ لويه لار چې د شمال ولايتونه له مرکز سره نښلوي، د مساپروړونکو موټرو پر مخ  پرانيستل شوه.

دا لويه لار چې د پروان او بغلان ولايتونو له لوړو غرونو څخه تېرېږي، د تېرې پنجشنبې شپې (سلواغې اتمه)  راهيسې د سختو واورو اورېدو او توپانونو له امله  د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې لويه لار د واورو اورېدو او توپان له کمېدو څخه وروسته، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د مساپر وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوه.

 نوموړي وويل چې لاهم د سالنګونو په ځينو سيمو کې کنګل شوي ځايونه شته او له پاک کېدو څخه وروسته به د مساپروړونکو موټرو پر مخ هم پرانيستل شي.

جنرال رجب، له مساپرو او موټرچلوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د ځان خوندي کولو لپاره دې د سالنګ  له لويې لارې څخه د تېرېدو پر مهال د خونديتوب مسايل په پام کې ونيسي.

هغه په ټينګار سره له موټر چلوونکو څخه وغوښتل چې له دې لارې څخه د تېرېدو پرمهال دې ترافيکي قوانين په پام کې ونيسي.

نوموړي همداراز وويل چې له دې لويې لارې څخه د تېريدو پرمهال دې  تودې جامې پرتن کړي.

سوېلي سالنګ کې د واورو ښوېيدو او سختو توپانونو له امله، ١٣٨٨ کال سلواغې مياشت کې شاوخوا ١٧٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ١٢٥ نور ټپيان شوي وو.

د يادونې ده چې د وروستيو واورو اورېدو له امله د دايکنډي – باميان ، غور ، ميدان وردګو او سمنګان ولايتونو يو شمېر ولسواليو لارې له تېرې جمعې شپې راهيسې تړل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې