منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غور نوى والي: پر فاسدينو به هېڅ رحم ونه کړو

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

فيروزکوه (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): د غور نوى والي وايي چې فساد شته او که چېرې يې ادارې او عاملان وپېژندل شي، له کوم تفکيک پرته به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د غور والي غلام ناصر خاضع له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د ټولو دولتي ادارو په اړه څېړنه کوي، کارونه يې ارزوي او وروسته به تصميم نيسي، خو له ارزونې او پلټنې وړاندې ورته قضاوت کول ګران او ناسم دي.

هغه چې د روان کال د لېندۍ په وروستيو کې د والي په توګه ټاکل شوى زياتوي، هغه کسان چې عامه شتمنۍ يې شخصي جېبونو ته اچولې او له حکومتي امکاناتو يې غير قانوني ګټه اخيستې، عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې ور وپېژني.

خاضع زياته کړه: ((په حکومتي ادارو کې فساد شته، که چېرته څوک وځورل شي او د رشوت پيسې ترې وغوښتل شي، ډاډمن اوسئ چې په هېڅ يوه يې رحم نه کوو او د قانون منګولو ته يې سپارو.))

دا په داسې حال کې ده چې د غور پخوانۍ والي سيما جوينده د والي په توګه د دندې په وروستيو کې د دغه ولايت مرستيال والي محمدامين توخى، د ولايت مالي او اداري مشر غلام محمد پيمان، مستوقي محمد يوسف دانيار او د امنيې قوماندانۍ د تدارکاتو مسوول تاج محمد د امنيې قوماندانۍ ودانيزه پروژه کې د ١١٧ ميليونه افغانيو فساد په شک چې ګني د قانون خلاف يې شرکتونو ته په لوړه بيه ورکړي، څانوالۍ ته ور وپېژندل.

څارنوالۍ وروسته حکم ورکړ چې دا چارواکي دې د موضوع په اړه د څېړنو تر پاى ته رسېدو پورې له غوره بهر نه وځي.

تېره اوونۍ څارنوالۍ د دغو چارواکو دوسيې په يادو دوسيو کې د شپږو نورو شکمنو سره يو ځاى محکمې ته وسپارلې، تورن محکمې ته حاضر شول او خپل دليلونه يې وړاندې کړل.

توخي په ياده شوې پروژه کې د درغلۍ خبره رد کړه او وويل چې دا پروژې په ١٣٩٥ کال پورې اړوندې وې او لا يې هم پړاوونه نه دي وهل شوې، قرار داد يې نه دى لاسليک شوى او بوديجه يې لا هم مشخصه او منظوره شوې نه ده.

د غور والي د بنسټيزو پروژو په اړه وويل چې لا هم د دغه ولايت په ګڼو سيمو کې بيارغونه نه ده شوې، داسې بنسټيزې پروژې چې د خلکو ژوند پرې ودرېږي او لږ تر لږه اقتصادي تکيه ورکړي، نه دي عملي شوې.

هغه زياته کړه، تمه ده چې په لومړي قدم کې لومړى د نښلوونکو لارو کار چې د پراختيا لپاره اړين دى، پيل کړي او له هرات د غور او له کابل د غور په لوري د سړک پخولو کار پيل کړي او بالاخره خلکو په بازار او مارکېټ ته تګ کې اسانتياوې رامنځته شي.

والي وويل، په پام کې لري چې د پوزه ليچ د بند پروژه د خپل لومړي بنسټيز پراختيايي کار په توګه ورغوي او د اوبو او برېښنا وزارت د دې پروژې د بشپړولو لپاره تصميم نيولى دى.

خاضع زياته کړه: ((په دې وروستيو کې مې خپله د پوزه ليچ د برېښنا بند نه ليدنه وکړه، سره ددې چې پر ځمکه درنه واوره پرته وه، خو بيا هم انجنيران په کار لګيا وو او ډاډ درکوم چې دا پروژه عملي کېږي، خو وخت ته اړتيا ده.))

د پوزه ليچ د برېېښنا بند د غور د مرکز فيروزکوه ښار ته څېرمه پر هريرود سيند جوړېږي.

دا بند د دولت په ١٥ ميليون ډالري بوديجه په پنځو کلونو کې جوړېږي او هر کال دری ميليونه ډالره ورته ځانګړي شوي چې د څلور نيم ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.

د دغه بند لومړني کارونه د روان کال په اوړي د يوې روسي کمپنۍ له لوري پيل شوي چې د سړک جوړول، د ګارګرانو د اوسېدو لپاره د ځاى جوړول او د پروژې د خاورې د نوعيت تثبيت په کې شامل دي.

د سيمه ييزو چارواکو په خبره، دا پروژه د غور مرکز ته برېښنا ورکوي او که چېرې دولت وغواړي چې لګښت او ظرفيت يې لوړ کړي، د اوبو ستونزه نشته او د غور نورو برخو ته هم برېښنا ورکولى شي.

د غور والي د وسله والو مخالفينو د فعاليت په اړه وويل چې طالبان په غور کې څرګندې اډې لري او دى دولت ته وړانديز کوي چې د هغوى پر وړاندې عمليات تر سره کړي.

سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې شاوخوا ٣٥٠٠ وسله والو مخالفين فعال دي.

د غور والي د نا قانونه وسله الو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، هڅه کوي چې دا کسان وسلې پر ځمکه کېږي او له سولې پروسې سره يو ځاى شي، که داسې ونه کړي، د دولت له جدي چلند سره به مخ او بې وسلې به شي.

د غور والي د رخشانې په نوم د سنګسار شوې نجلۍ د کورنۍ د وضعيت په اړه وويل چې د رخشانې پلار ورته مراجعه وکړه، هغوى ته يو کور په کرايه نيول شوې او د يوه منځني ژوند زمينه ورته مساعده شوې ده.

خاضع زياته کړه چې سيمه ييزه اداره د دغه عمل د مجرمينو په اړه تصميم لري چې هغوى تعقيب کړي.

مېرمن رخشانه د روان کال د لړم په دريمه نېټه د غور د مرکز اړوند اودک غلمين کلي کې په عام محضر کې سنګسار شوه.

دا ١٩ کلنه ښځه د خپلې خوښې خلاف يوه ٤٥ کلن شپانه ته په نکاح شوې وه او له واده يې څلور ورځې تېرېدې چې د طالبانو له خوا سنګسار شوه او له دې سره تښتېدلى هلک له سلو درو وهلو وروسته خوشی شو.

دې پېښې د خلکو، حکومت، مدني او حقوقي بنسټونو پراخه غبرګونونه او نيوکې را وپارولې.

د غور نوى والي غلام ناصر خاضع د هرات ولايت اصلي اوسېدونکى دى او پخوا د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې غړى و.

نوموړی فوق ديپلوم تحصيلات لري، په فرهنګي کارونو بوخت و، شاوخوا ٩ کاله يې نړيوال روغتيايي سازمان WHO کې کار کړى او يوه موده په فرهنګي کارونو بوخت و، د غور د والي په توګه تر مقررۍ وړاندې يې د ملي يووالي حکومت پر پروګرامونو د پلي کېدو د څار عالي کمېسيون د مرستيال په توګه دنده اجراه کوله.

تر دې وړاندې سيما جوينده د د شاوخوا پنځو مياشتو لپاره د غور د والي په توګه دنده جرا کړې ده.

مېرمن جوينده ويلي وو چې په دغه ولايت کې پر زور واکو، مفسددينو او ځمکو غصبوونکو د فشار له امله ګوښه شوې. د غور ځينې اوسېدونکو ددې موضوع په اړه د اعتراض په دود لاريونونه وکړل او له سيما جوينده نه د ملاتړ ترڅنګ يې په دې برخه کې د ولسمشر د بيا کتنې غوښتنه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست