منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شپږ زره د ښي اشترينګ موټر به له ترافيکي جریانه و ايستل شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): د ترافيکو چارواکي وايي چې د راتلونکي کال تر غويي مياشت پورې به د شاوخوا شپږ زره ښي لاس اشترينګ لرونکو موټرو د پنځه کلن جواز سير وخت پاى ته ورسېږي او د ترافيک چمتو دي چې دا موټر له ترافيکي بهير وباسي.

په وروستيو څو لسيزو کې ګڼ شمېر ښي اشترينک لرونکي موټر د ترافيکو قانون خلاف هېواد ته وارد شوي دي.

د دغو موټرو له ډلې ځينو ته پخوا دايمي جواز سير ورکړل شوى، خو د وزيرانو شورا د مصوبې پر بنسټ، دا ډول شاوخوا شپږ زره موټرو ته په ١٣٩١ لمريز کال کې پنځه کلن جواز سيرونه ووېشل شول.

د کابل ترافيکو مدير مل پاسوال اسدالله له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دغو شاوخوا شپږ زره موټرو د جواز سيرونو موده د راتلونکي کال په غويي مياشتې پوره کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د يادو موټرو له ډلې ١٦٣ موټرو ته په کابل او له ١٥٠ تر ٢٠٠ پورې نور په نورو ولايتونو کې پنځه کلن جواز سير ورکړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د وزيرانو شورا د مصوبې له مخې، د ١٣٩٥ لمريز کال د غويي له دويمې نېټې وروسته به ياد شوي موټر له ترافيکي جريان نه و ايستل شي.

سرچينې زياته کړه، که چېرته د حکومت مشرتابه د دغو موټرو د جواز سير نېټه ونه غځوي، د ترافيکو اداره کولى شي چې د يوې نه تر دوو اوونيو پورې د دغو موټرو ټول اسناد راغونډ کړي.

هغه وويل چې د جواز سير د نه غځولو په صورت کې بايد دا موټر د نېټې له پاى ته رسېدو وروسته پرزه شي.

د کابل ترافيکو مدير په خپلو څرګندونو کې وويل چې په افغانستان کې اکثره ترافيکي پېښې د ښي لاس اشترينک لرونکو موټرو په وسيله رامنځته کېږي؛ ځکه چې د هېواد د ترافيکو قانون له مخې، په افغانستان کې د کيڼ اړخ اشترينک لرونکو موټرو نه کار اخيستل کېږي او د ښي اشترينک لرونکو موټرو لپاره د ليد ساحه کمه ده.

هغه په ځانګړي ډول د هغو ښي اشترينک لرونکو موټرو په اړه چې له ١٣٩١ کال مخکې جواز سير ورکړل شوى، وویل: ((له هغو موټرو پرته چې پنځه کلن پلېټ (جواز سير) لري، نور ښي اشترينک لرونکي موټر چې پخوا يې جواز سير اخيستي، د موټر تر بشپړې ويجاړۍ پورې د ترافيکي له جريان نه ګټه اخيستلى شي.))

د هېواد د ترافيکو عمومي رياست مرستيال سمونوال محمد صابر ارغنديوال هم پژواک ته وويل چې د هېواد د ترافيکو اداره چمتو ده چې د چارواکو له لارښوونې سره سم، ټول هغه موټر له ترافيکي جريانه وباسي چې د جواز سير موده يې د راتلونکي کال په غويي مياشت کې پاى ته رسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست