منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د باميانو د ډبرو سکرو کان له تېرو څو اونيو راهيسې سوځي

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

باميان (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې د باميانو ولايت د کهمرد ولسوالۍ د اشپشته د ډبرو سکرو کان له تېرو څو اونيو راهيسې سوځېږي، خو د اور د مړ کولو لپاره تر اوسه پورې کوم ګام نه دى پورته شوى.

د دوى په وينا، له تېرو څو اونيو راهيسې ياد کان په طبيعي توګه اور اخيستى او له ځينو برخو يې لوګي پورته کېږي او ان يو شمېر غونډې چې د ډبرو سکاره په کې موجود دي، د سوځېدو په حال کې دي.

د اشپشته يوه اوسېدونکي عبدالکبير وويل: "موږ د ډبرو سکرو د اور اخيستو په اړه د باميانو سيمه ييزو چارواکو ته خبر ورکړى، خو تر اوسه يې په دې اړه کوم کار نه دى شوى او د کان اور هم نه دى غلى شوى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې که چېرې د دغه کان اور دوام پيدا کړي او مخه يې ونه نيول شي نو سلګونه زره ټنه د ډبرو سکاره به وسوځېږي او يادې ملي شتمنۍ ته به سخت زيان واوړي.

د دواب يوه اوسېدونکي غلام حضرت چې د کهمرد له اشپشته کان سره په نږدې سيمه کې اوسېږي، وويل چې کله د سمڅې خوله تړلې نه وي، نو د ډبرو سکاره په خپله اور اخلي.

هغه زياته کړه: "له کله راهيسې چې حکومت خلک په خپلسري  ډول د دغه کان له راسپړلو منع کړي نو بيا ترې څوک نه دي خبر چې د ډبرو سکرو کان په کوم وضعيت کې دى، خو له لرې يې وينو چې له ځينو سيمو دود پورته کېږي."

د کهمرد ولسوال هادي سيغاني وويل چې د دغه کان ډېره پراخه سيمه د سوځېدو په حال کې ده او له تخنيکي او فني اړخه نه پوهېږي چې ياد کان څرنګه اور اخيستى دى.

سيغاني زياته کړه چې د کانونو وزارت چارواکي او يا د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ بايد د دغه کان د سوځېدو مخه ونيسي، څو نور سکاره ونه سوځيږي.

خو د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ مشر انجنير دادمحمد ځاځي د دغه کان له سوځېدو څخه د ناخبرې په څرګندولو سره وويل، چې اوسمهال د اشپشته کان د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له رياست سره تړاو نه لري او دوه کاله وړاندې يې ساتنه د عينکو مس پروژې د ځانګړې ساتونکې ډلې له لورې کېده.

ځاځي زياته کړه چې د دغه کان له سوځېدو څخه بايد هغه ځواکونه چې د ياد کان د ساتنې چارې په واک کې لري، د کانونو وزارت ته راپور ورکړي.

هغه وويل، له هغه وروسته چې وپتېيل شوه چې له اشپشته او د کهمرد ولسوالۍ له کليچ کان څخه د لوګر د عينک مسو د ويلي کولو لپاره بايد ګټه پورته شي، د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رياست نور د ياد کان مسووليت پر غاړه نه لري.

سرچينې زياته کړه، چينايي شرکت چې ټاکل شوې له دغه کان څخه د مسو د ويلي کولو لپاره ګټه پورته کړي، بايد په ډېر تخنيکي ډول خپلې چارې پر مخ يوسي، څو په کان کې ستونزې رامنځته نه شي.

د هغه په وينا، د سمڅو له بندېدو وړاندې سلګونه نور لغمونه په خپلسري ډول د خلکو له لوري کيندل شوي دي.

د کانو وزارت په ١٣٩٠ کال کې له هغه وروسته په اشپشته کې د ډبرو سکرو ١٨٥ سوپونه بند کړل چې درې سوپونه د شپې له لوري کېناستل او په پايله کې يې له دې امله چې د شپې پر مهال هلته چا کار نه کاوه، چا ته پکې مرګ ژوبله ونه رسېده.

د وزارت چارواکو ويلي وو چې دغه پرېکړه يې د کارکوونکو د خونديتوب او د لوګر د عينک د مسو کان پروژې کې د ګټې اخيستو په موخه تر سره کړې ده.

سيمه ييزو چارواکو ويلي وو چې د دغه کان په بندېدو سره له شپږو زرو زياتو کارکوونکو په مستقيمه توګه او له اوو زرو څخه زياتو بيا په غير مستقيمه توګه خپل کارونه او مالي عوايد له لاسه ورکړي دي.

له بل لوري د باميانو ولايت د کانو رييس حميدالله لعلي وويل چې تر ډېره د دغه کان مسووليت د شمال د ډبرو سکرو پر تصدۍ دى او دا چې د قرارداد څرنګوالى څه دى او څرنګه بايد ترې ساتنه وشي، بايد په دغه برخه کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ رياست پام وکړي.

هغه زياته کړه، چې له شا وخوا تېرو دريو کلونو راهيسې د ډبرو سکرو راسپړل بند شوي او له دغه کان څخه د عينک مسو د کان لپاره ګټه اخيستل کېږي.

د ويلو ده چې د باميانو د کان مشر تېر کال ويلي و، چې د کانونو وزارت د ام سي سي شرکت په نوم له يوې چينايي کمپنۍ سره قرارداد کړى، څو د اشپشته او کهمرد کليچ سکاره په فني ډول راوسپړي او له هغه څخه د لوګر د عينکو مسو لپاره چې د هېواد لپاره يو سټراټيژيک کان دى، ګټه واخلي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د کهمرد کان چې د دغه شرکت له لوري په پام کې نيول شوى، شا وخوا ٣٠ مليون ټنه سکاره لري او چينايي فابريکه ترې د دېرشو کلونو لپاره ګټه پورته کولى شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې