منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ميوند کې ترافيکي پېښې ٨ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

کندهار (پژواک ١٥ سلواغه ٩٤ ) : د کندهار- هرات پر لويه لاره ميوند ولسوالۍ ته څېرمه په ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

 

پېښه د سلواغې په ١٥مه، تر غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ په چهار انتن سيمه کې شوې ده.

 

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، يو سراچه موټر چې کندهار ته پر لاره و، د تېز تګ له امله له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.

 

هغه زياته په دې پېښه کې ٣ تنه (دوه نارينه او يوه مېرمن) مړه شوي او ٥ تنه (درې نارينه او دوه مېرمنې) ټپيان شوي دي.

دى وايي، ټپيان د پوليسو په مرسته روغتون ته رسول شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت ښه نه دى.

 

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان هم پېښه تائيدوي او وايي، دغه پېښه د تېز تګ او بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

 

هغه وويل، ترافيک پوليس د پېښې ځاى ته د څېړنې لپاره لېږل شوي دي.

 

له تېرو دريو ورځو راهيسې دا دويمه ترافيکي پېښه ده چې په کندهار کې کېږي.

 

وړمه ورځ د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره هم په يوه ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ٣ غړي مړه شوي او ٣ نور ټپيان شوي وو.

 

دغه پېښه هم د موټر د تېز تګ له امله شوې وه.

 

په ټوليزه توګه د چلوونکو له خوا د ترافيکي اصولو نه مراعتول او د سړکونو خراب حالت د ترافيکي پېښو د ډېروالي لاملونه ګڼل کېږي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې