واشنګټن ( پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٤) : په ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازى وايي، امنيت شورا ته به وړانديز وکړي، څو د هغو هېوادونو پرضد اقدامات وکړي چې ترهګرو ډلو سره مالي مرسته کوي.
په ملګرو ملتونو کې دافغانستان دايمي استازي محمود صيقل دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٠مه،له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې کړې دي.
صيقل څو مياشتې مخکې د پخواني استازي ظاهر طنين پر ځاى په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازى ټاکل شوى دى.
هغه زياته کړې : (( موږ پر داسې وړانديز کار پيل کړى دى چې امنيت شورا ته يې وړاندې کړي، څو د هغو هېوادونو ، چارواکو او ادارو پر ضد اقدامات وکړي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.))
د نوموړي په وينا، دغه هېوادونه او خلک د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په اړه نه يواځې د امنيت شورا له مصوبې څخه سرغړونه کوي، بلکې د افغانستان پر ضد د ترهګرو ډلو ملاتړ هم کوي.))
د صيقل په وينا، د يو شمېر هېوادونو په امنيتي ادارو کې ځينې داسې کسان شته چې هغوى ترهګرې ډلې او تاوتريخوالي د خپلو سياسي موخو لپاره کاروي، خو هغه د کوم هېواد نوم وانخيست.
ده زياته کړې : (( په دې اړه د امنيت شورا مصوبه دومره قوي نه ده، چې ددغو کسانو پر ضد اقدامات وشي څو دوى د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
د افغانستان ځانګړى استازى وايي، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ او امنيت شورا د ترهګرو ډلو او د هغوى د مالي ملاتړ کوونکو پر ضد يوه مصوبه له پخوا څخه منظوره کړې ده.
خو صيقل زياتوي، په حکومتونو او دولتي ادارو کې يو شمېر هغه عناصر چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، د امنيت شورا له مصوبې سره سره اوس هم ازاد ګرځي او مهمې دولتي دندې هم لري.
نوموړي دغه راز وويل، د يو شمېر هېوادونو ځينې متقاعد شوي چارواکي هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، دغه کسان کله په لندن او کله په واشنګټن کې هم ليدل کېږي.
محمود صيقل وايي، دغه کسان د خپلو ويناوو پر مهال د طالبانو د برياليتوبونو کيسې کوي او له خلکو غواړي چې ستاينه يې وکړي.
ده زياته کړه : (( دوى چې په ښکاره دغه کارونه کوي، نو خداى پوه شه چې په پټه به دوى کوم کوم کارونه ترسره کوي.))
په ملګرو ملتونو کې دافغانستان ځانګړى استازى وايي، دوى دا کار کولى شي چې په امنيت شورا کې د دا ډول خلکو، ادارو او حکومتونو پر وړاندې يوه مصوبه وړاندې کړي، څو د دوى پر ضد اقدامات وشي.
هغه چې څو ورځې مخکې په واشنګټن کې امريکايي او د ځينو نورو هېوادونو له ديپلوماټانو سره ليدلي ، وايي چې د امنيت شورا د غړيو هېوادونو له استازو سره يې هم په دې اړه خبرې او ليدنې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه، يو شمېر هېوادونه چې د ترهګرو ډلوملاتړ کوي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر وړانديزونو او مصوبو باندې عمل نه کوي، خو صيقل دکوم هېواد نوم وانخيست.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










