کندهار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤): د کندهار- هرات پر لويه لاره په ترافيکي پېښه کې ٣٥ مسافر ټپيان شوي دي.
دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته پر ياده لاره د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اړوند ساحه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، يو ٣٠٣ مسافر وړونکى موټر چې له کندهاره نيمروز ته پر لاره و، مخې ته د موټرسایکل د ورتلو له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
هغه زياته کړه، د موټر د چپه کېدو له امله ٣٥ مسافر چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپيان شوي دي.
دى وايي، تر پېښې سملاسي وروسته د ترافيکو يوه ډله سيمې ته رسېدلې او ټپيان يې د درملنې لپاره روغتون ته رسولي چې د ډېرو ټپونه برسېرن وو.
د ده په خبره، ياد ٣٠٣ موټر د صديقي ټرانسپورټي شرکت اړوند دى چې د پېښې اړوند ورڅخه پلټنې روانې دي.
نوموړي وويل، له پېښې وروسته موټر چلوونکى تښتېدلى، خو پوليسو يې د نيول کېدو هڅې پيل کړې دي.
د ميرويس روغتون يوه ډاکتر پژواک خبري اژانس ته وويل چې روغتون ته له دې پېښې ٤٠ ټپيان ور وړل شوي چې ځيني له درملنې وروسته رخصت شوي، خو ځيني نور لا هم تر درملنې لاندې دي.
په دې وروستيو کې په کندهار کې د ترافيکي پېښو کچه پورته شوې چې ډېرې يې د کندهار- هرات او کندهار- سپين بولدک پر لويو لارو رامنځته کېږي.
په وروستۍ ترافيکي پېښه کې چې يوه اوونۍ وړاندې د کندهار- هرات پر لويه لاره د ميوند ولسوالۍ په ساحه کې شوې وه، ٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
چارواکي د ترافيکي پېښو د ډېروالي لاملونه د ترافيکي اصولو نه مراعات، تېز تګ او د سړکونو خراب حالت بولي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










