منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۰ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

روان کال ترافیکي پېښو په کندهار کې ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤):  د کندهار ولايت د ترافيکو مديريت مسوولين وايي، ترافيکي پېښو په دغه ولايت کې ٤٠٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې چې په تړاو يې ګڼ کسان نيول شوي او دوسيې يې اړوندو څارنواليو ته استول شوې دي.

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان پژواک خبري اژانس ته وويل، د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې ٧٢ ترافيکي پېښو له ٩٣ تنو ژوند اخيستى چې ٦٢ يې نارينه، ٥ مېرمنې او ٢٦ ماشومان دي او دغه راز ١٧٧ ترافيکي پېښو بيا ٣٠٩ تنه ټپيان کړي چې ١٧٧ نارينه، ٣٤ مېرمنې او ٩٨ ماشومان په کې شامل دي.

هغه زياته کړه، د دغو ترافيکي پېښو په تړاو لسګونه کسان نيول شوي چې دوسيې اړوندو څارنواليو ته استول شوي، خو ځينې بيا داسې هم دي چې تر پېښې وروسته تښتېدلي او پوليس يې د نيول کېدو هڅې کوي.

دى وايي، دغه پېښې د تېرو کلونو په پرتله کمې دي، خو د ترافيکو مديريت هڅه کوي چې قانون او نظم پلى کړي او د ترافيکي پېښو کچه نوره هم کمه کړي.

د ده په خبره، د دې لپاره چې ترافيکي نظم وساتل شي په پر له پسې توګه يې د ترافيکي اصولو او قوانينو د زده کړې کورسونه جوړ کړي چې په ترڅ کې يې د روان کال په اوږدو کې ٣٩٩١ تنو ته د موټر چلوونې لايسنسونه ورکړي دي.

نوموړى پر لويو لارو د ترافيکي پېښو د ډېروالي لاملونه د ترافيکي اصولو نه مراعتول، تېز تګ او د سړکونو خراب حالت بولي چې تر ډېره په کې ٣٠٣ باروړونکي موټرونه دخيل دي، خو په ښار کې د ننه بيا د ډېرو ترافيکي پېښو عمده عوامل موټر سايکلونه، زرنج او ناقانونه وارد شوي راسته اشټرينګ لرونکي موټرونه دي.

دى وايي، په همدې بنسټ يې په روان کال کې لسګونه ناقانونه موټرونه درولي او دغه راز يې د زرنج موټر سايکلونو سلګونه چلوونکي اړ کړي چې د هغوى له خوا په جوړېدونکو روزنيزو کورسونو کې داخل شي او ترافيکي قوانين زده کړي او د چلوونې رسمي سند تر لاسه کړي.

نوموړي پر لويو لارو د ترافيکي پېښو د مخنيوي په اړه وويل چې د کندهار د امنيې قوماندانۍ په مرسته يې هغو ٣٠٣ مسافروړونکو موټرو ته د تګ او راتګ وختونه ټاکل چې له کندهاره کابل، هرات او نورو ولايتونو ته سفرونه کوي.

دى وايي، د همدغه اقدام له مخې د تېرو کلونو په پرتله اوس پر لويو لارو ترافيکي پېښې کمې شوې، خو هغه چې شوې، نو په تړاو يې د اړوندو ترانسپورتي شرکتونو چلوونکي نيول شوي او زندان ته لېږل شوي دي.

نوموړي د ترافيکي پېښو په برخه کې يوه عمده ستونزه د هغو کم عمره هلکانو ګڼي چې قانوني سن يې نه وي پوره کړى او په ښار کې موټر سايکل يا موټر چلوي.

هغه له والدينو غوښتنه وکړه چې خپلو کم عمره اولادونو ته دې اجازه نه ورکوي چې په ښار کې وسايط وچلوي.

نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې د کندهار ښاروالۍ له خوا په ښار کې د ترافيکو پېښو د مخنيوي په خاطر پر څلور لارو د برېښنايي ترافيکي اشارو نصبول پيل کړي، چې ښې پايلې به ولري.

د ترافيکو مدير د دې ادارې د تشکيل په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې ټولټال ٩٩ تنه تشکيل لري چې ١٢ يې افسران او پاتې يې ساتمنان دي، خو د ورکړل شوي تشکيل له مخې يې ١٨ ساتمنان کم دي چې هغوى يې د پوره کولو هڅه کوي.

هغه دا هم وويل چې په روان کال کې يې د ٣٩٩١ لايسنسونو د ورکړې له مخې څه له پاسه ٢٩ لکه افغانۍ او دغه راز د جواز سير د جوړولو او تمديدولو له مخې يې څه له پاسه ٦٤ لکه افغانۍ د مستوفيت او ګمرک له لارې د افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.

نوموړي په اداره کې د اصلاحاتو په برخه کې وويل د بېلابېلو سيمو او اوسېدونکو او دوکاندارانو ته يې خپلې شمېرې ورکړي او له هغوى يې غوښتي چې که ترافيک په سمه توګه دنده نه ترسره کوي او يا له خلکو سره ناسمه رويه کوي، نو په اړه دې يې هغه ته معلومات ورکړي.

د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي چې تر ډېره ترافيکي نظم او اصول د دولتي چارواکو او په ځانګړې توګه د نظامي برخې د کارکوونکو او سرتېرو له خوا ماتېږي چې ګڼې ستونزې يې زېږولې دي.

د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکى عزت الله وايي، ډېر مهال ليدل شوي چې نظامي موټر په يو طرفه لار تګ کوي، دغه راز داسې هم شوي چې کوم سرتېري يا نظامي چارواکي ترافيکي پېښه کړې وې، خو بېله دې چې قانون ته وسپارل شي، تښتي.

د ده په خبره، په ډېرو ساحو کې ترافيک خپلې دندې هم په سمه توګه نه ترسره کوي چې له امله يې ګډوډي ډېره شوې ده.

د کندهار ښار د کابل شاه سيمې يو اوسېدونکی محمد عارف بيا وايي چې ډېر ځله يې ليدلي چې په خپله دولتي چارواکي او سرتېري په ناقانونه وارد شوو موټرو کې تګ راتګ کوي، خو ترافيک يې مخنيوى نه کوي.

دى وايي، ترافيک يوازې پر عامو کسانو باندې قانون پلي کولو ته تکړه دي، خو د زورواکو پر وړاندې هېڅ هم نه شي کولاى.

د کندهار د ترافيکو مدير د خلکو د دغو پوښتنو او اندېښنو په ځواب کې وايي چې د امنيې قوماندان او د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د قومندانۍ په مرسته يې په کندهار ښار او ولسواليو کې هغه ګڼ سرتېري نيولي او اړوندو څارنواليو ته معرفي کړي چې ترافيکي پېښې يې کړي او خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو دا يې ومنله چې ډېرى ناقانونه موټر د چارواکو او نظامي برخې د کارکوونکو له خوا کارېږي چې هغوى يې د مخنيوي لپاره اقدام کوي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې همکاري ورسره وکړي، څو له يوې خوا د ترافيکي پېښو مخنيوى وشي او له بلې خوا په چارو کې د فساد کچه ټيټه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې