منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

منګل: د بغلان وروستۍ نا امني د ډنډغوري هوکړه لیک د ماتېدو له امله ده

· ۶ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): د سرحدونو او قبايلو وزير د "ډنډغوري هوکړه ليک" ماتېدل د نا امنۍ لامل بولي، بلخوا وايي چې په سرحدي سيمو کې ځينو افغانانو ته د پاکستانۍ پېژندپاڼو د وېش موضوع يې له امنيت شورا سره شريکه کړې ده.

پژواک خبري اژانس د سرحدونو او قبايلو چارو له وزير محمدګلاب منګل سره د يادو او ځينو نورو موضوعاتو په اړه ځانګړې مرکه کړې ده.

د ډنډغوري هوکړه ليک

د بغلان ولايت د مرکز اړوند په ډنډغوري سيمه او دهنه غوري ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ تر سختو جګړو وروسته، د روان کال د وږي په ١٢مه جمهوري رياست پنځه کسيز پلاوى بغلان ته واستاوه.

پلاوي چې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو، ملي امنيت لوى رياست، لويې څارنوالۍ او سيمه ييزو ارګانونو استازي په کې شامل وو او مشري يې محمد ګلاب منګل کوله، تر څو ورځو وروسته له قومي مشرانو سره هوکړه ليک لاسليک کړ.

د دغه هوکړه ليک له مخې، قومي مشران وسله والو مخالفينو ته د قرغان تپې پر غونډۍ پر دولتي پوستو د بريد اجازه نه ورکوي، دولتي ځواکونه به د قومي مشرانو له اجازې پرته څوک نه نيسي، د پلخمري اړوند له بلاکونو تر چشمه شېر سيمې او د دشت لرخاوې پر لار به د اژدهار له کوتل نه تر دهنه غوري پورې پوځي عمليات او ماين اېښودنه نه کېږي.

خو د بغلان د ولايتي شورا او مدني بنسټونو يو شمېر غړو ويل چې په دغه کار سره د دولت وسله والو مخالفينو ته امتياز ورکړل شوى دى.

دغه تړون له څو ورځو وروسته مات شو.

خو ګلاب منګل په دې اړه وايي: "زه بيا هم د دې هوکړه ليک ملاتړ کوم، دا تړون له طالبانو سره نه د ځايي قومي مشرانو سره لاسليک شوى، خو هغوى چې اقتصادي او مالي ګټې يې په خطر کې وې، دا موضوع يې داسې مطرح کړه چې ګني طالبانو ته خونديتوب ورکړل شوى."

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي وويل، دغه هوکړه ليک هغو کسانو مات کړ چې په پلي کېدو يې شخصي اقتصادي ګټې له ګواښ سره مخ کېدې.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير وايي چې په دغه هوکړه ليک کې وسله والو طالبانو ته خونديتوب نه دى ورکړل شوى.

ده په دې اړه د هوکړه ليک نهمه ماده ياده کړه.

په دې ماده کې راغلي: "په هغه صورت کې امنيتي او کشفي ارګانونه د کوم مشکوک شخص په رابطه پورې شواهد او اسناد ولري، د افغانستان د نافذه قوانينو مطابق به کړنه ترسره کوي."

د منګل په وينا، که ولسمشر امر وکړي، دى چمتو دى چې د هېواد په نورو سيمو کې هم د سولې او ثبات په موخه دا ډول هوکړه ليکونه لاسليک کړي.

ده وويل چې د ډنډغوري تړون په لاسليک سره په سيمه کې درې ورځې امنيت و، خلک ترې خوښ و او که يې دوام موندلى واى، نو اوس به په بغلان کې د برېښنا ستنې نه ويجاړېدې او د بغلان امنيت به ورسره ښه شوى و.

د بغلان په ډنډغوري او ډنډشهاب الدين سيمو کې له څو ورځو راهيسې عمليات روان دي او د ځينو راپورونو له مخې په دې عملياتو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز ناپېژانده کسانو د سلواغې په لومړيو کې په ډنډشهاب الدين کې د برېښنا دوې ستنې ويجاړې کړې او له امله يې له دې لارې کابل ته د برېښنا غځېدلى لين پرې شوى دى.

سوله او قومي مشران

ځيني کسان د سولې په پروسه کې قومي مشرانو ته په ونډې ورکولو ټينګار کوي او وايي چې تر اوسه دې کار ته پوره پاملرنه نه ده شوې.

ګلاب منګل هم د سولې په پروسه کې د قومي مشرانو پر ونډې ټينګار کوي، خو وايي په دې پروسه کې بايد هغو رښتينو قومي مشرانو ته ونډه ورکړل شي چې تل په خپلو کليو کې مېشت دي، له وسله والو مخالفينو او دولت سره په اړيکه کې وي او د خپلو خلکو محروميتونه ورته معلوم وي.

خو دى وايي، هغه کسان د سولې پروسې لپاره ګټور نه شي ثابتېداى چې "په خپله سيمه کې د شپې تېرولو ځاى نه لري، ښه نوم او نفوذ نه لري او خلک يې خبره نه اوري."

هغه زياته کړه: "لومړى بايد د سولې اراده موجوده وي، سوله له زړه او ولس نه را پېلېږي، سوله بايد له پاسه نه، له لاندې خوا نه چې مطلب مې ولس دى را پيل شي، که داسې نه شي نو په هوا کې د تشو خبرو مانا به ولري."

ده وويل په ځينو سيمو کې ځيني محروميتونه او نور مسايل د امنيتي ستونزو لامل شوي نو ځکه قومي مشران په ښه توګه کولاى شي چې د امنيت او ثبات لپاره غوره ګامونه پورته کړي.

هغه زياته کړه: "د دولت يو شمېر وسله وال مخالفين فکري او عقيدوي نه، بلکى عقدوي مخالفين دي، غوښتنې يې نه دي منل شوي، په زورګوښه شوي، محروميت عقده رامنځته کړې او عقده په دښمنۍ اوښتې او طالبي روحيه يې اخيستې ده."

منګل وويل چې په ټوله کې د سولې پر پروسه نيوکه نه کوي، خو تر څو چې د دې ستونزو اصلي لاملونه ونه موندل او حل لارې يې ونه لټول شي، په کابل، قطر او اسلام اباد کې به د سولې خبرې بې ګټې وي.

هغه زياته کړه: "زه چې کليو او بانډو ته سفرونه کوم، نو له قومي مخورو سره تل په دې تمرکز کوم چې د سولې لپاره بايد محلي حل پيدا شي، له کليو د ښارونو خوا ته را پيل شي چې په دې صورت کې د رېښتنيې سولې امکان زيات دى. "

ده وويل چې حکومت بايد د قومي مشرانو امنيت ته هم جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه چې په دې وروستيو کې ډېر قومي مشران، په يوه او بله بڼه ترور شوي دي.

د هغه په وينا، د دې لړۍ دوام به د ولس او دولت تر منځ واټن رامنځته کړي.

دى وايي چې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت امنيتي ځواک نه لري، خو له امنيتي ارګانونو يې غوښتي چې د قومي مشرانو د امنيت ټينګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

پاکستانۍ پېژندپاڼې

د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د پکتيکا په انګور اډه کې پاکستاني ځواکونه ١٥ کيلومتره د ډيورند له کرښې دې غاړې راغلي، يوه دروازه يې جوړه کړې او له وزيرو قوم غواړي چې خپلو ځمکو ته د ورتګ لپاره بايد پاکستاني پېژندپاڼې واخلي.

همدارنګه په تورخم کې پاکستاني امنيتي چارواکي د ننګرهار اوسېدونکو ته د شپږو مياشتو لپاره پېژندپاڼه ورکوي، خو په دې شرط چې يو پاکستانى يې ضمانت وکړي.

راپورونه ښيي چې هر پاکستانى د لسو زرو پاکستانيو کلدارو په بدل کې د يو افغان ضمانت کوي او دغه کسان د ضمانت کولو لپاره د پوليسو په ماموريت کې موجود وي.

محمدګلاب منګل وويل چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر ځايي خلکو د پاکستاني پېژندپاڼو له وېشلو او په ځينو سيمو کې د پاکستانيانو له خوا د تاسيساتو له جوړولو خبر لري، خو وايي چې دغه پېژندپاڼې د ګوتو په شمېر کسانو ته ورکړل شوې دي.

منګل وايي چې ياد دواړه موضوعات يې له ولسمشر او امنيت شورا سره مطرح کړي او په اړه به يې اړين اقدامات وشي.

هغه وويل، باور لري چې افغانان هېڅکله هم پاکستانۍ پېژندپاڼې نه اخلي او که چا اخيستې هم وي، کېداى شي د کوم مجبوريت له مخې يې اخيستې وي، خو هېڅ افغان خپل اصل نه ورک کوي او تل به له خپلې خاورې ساتنې ته چمتو وي.

منګل په دې اړه چې د هېواد کومو سرحدونو په اړه اندېښنه لري او له کومو ډاډمن دى؟ وويل: "له بده مرغه چې ښه ګاونډيان نه لرو، خو هر هغه ګاونډى چې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، نو دا لاسوهنې ورته خپل زيانونه هم لري."

ده په دې اړه د کوم هېواد نوم ياد نه کړ او هيله يې څرګنده کړه چې هېڅ افغان پرديو ته په خپل هېواد کې د لاسوهنو زمينه برابره نه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست