فيروزکوه (پژواک، ٢۸ سلواغه ٩٤): يو کس چې ١٠٣ کاله عمر لري او ادعا کوي چې ١٩ ودونه يې کړي، وايي غواړي شلم واده هم وکړي.
دا عمر خوړلى چې يو مهال پياوړى ځوان و، اوسمهال د يوه بل کس په کنډواله کې اوسيږي او ماښام د هغې ډوډۍ په تمه وي چې ښايي د ګاونډي له کوره ورشي او کله يې هېر وي.
ښکاري چې د دې بوډا عمر پاى ته رسېدونکى دى، لوړ قد يې اوس خم شوى، د بدن پوست يې ګونځې شوى او شايد بل داسې څوک به ونه موندل شي چې د ده په څېر خواشينوونکي وضعيت کې ژوند وکړي.
محمد سرور د غور ولايت د ساغر ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې له ٤٠ کلونو راهيسې د دغه ولايت په مرکز فيروز کوه کې ژوند کوي.
دى وايي چې ١٩ ځله يې واده کړى او تصميم لري چې شلم واده هم وکړي.
کلونه کېږي چې دا سپين ږيرى کور نه لري او د ملنګ سرور په نوم مشهور شوى دى.
اوسمهال له څه باندې يوې پېړۍ عمر تېرولو وروسته يواځې د خپلې ځوانۍ ځواک ور ياد دى، هغه څه چې اوس يې نه لري او نورو ته اړ وي.
ملنګ سرور، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ١٩ ښځو نه چې نکاح يې ورسره کړې، هېڅ کومه يوه يې په خپله خوښه نه ده کړې او لومړى هغوى ورته د واده وړانديز کړى و.
که څه هم د خپلو ټولو مېرمنو يادونه کوي، خو کومه چې تر ټولو زياته يې خوښېږي (ګلزار) نومېږي چې اوس په دې نړۍ کې نشته.
دې عمر خوړلي وويل چې پلار يې ځمکوال و، منځنۍ اقتصادي حالت يې درلود، هېڅ کومه مېرمن يې هم د اوسنيو پيسو په حساب له ١٥٠زره افغانيو په لوړ ولور نه ده کړې، يواځې لومړی واده يې يو څه لګښت درلود او پرتمين واده يې کړى و چې لګښت يې ٢٠ زره افغانيو ته رسېد، خو نور ودونه يې بې محفله وو.
ملنګ سرور زياته کړه چې د مېرمنو شمېر يې هغه مهال زيات شو چې نوموړي د يوې له مړينې وروسته له بلې سره واده کاوه. يواځې په څو وروستيو کلونو کې يې دوه مېرمنې درلودې چې يوه يې لا هم ژوندۍ ده، خو د رواني ستونزو په سبب په روغتون کې بستر شوې.
ملنګ سرور وويل، ښه نه دي ورته ياد چې مېرمنې يې څه وخت مړې شوې، خو يواځې يوه يې طلاق کړې ده.
هغه وويل چې اوسمهال د ٧٠ کلن نارينه غوندې معلومېږي، غاښ يې لوېدلي، کمه ږيره لري، د خبرو پر مهال په اندېښنې سره خبرې کوي او يواځې يو څه چې زيات باور پرې لري، هماغه مېرمنې او د ځوانۍ د مهال يادونه يې دي.
هغه وويل چې د نورو په پرتله جوړ ښکاري، عمر يې ښه تېر کړى او ځان ته غم نه ورکوي.
ملنګ سرور زياته کړه: ((زه پهلوان وم، د خپلو همځولو سره مې خوښې او له يادونو ډکې ورځې تېرې کړې.))
هغه چې د ژمي له سړو يې په سختۍ خبرې کولې، وويل چې د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال يې درې کاله په هرات کې د سرتېري په توګه تېر کړي او وروسته د غور مرکز ته راغى چې هغه وخت د (چغچران) په نامه يادېده او څه موده يې په دولتي ادارو کې د اجير په توګه دنده اجرا کړې ده.
دې سپين ږيري وويل: ((هېڅوک مې پوښتنه نه کوي، د خوړو او اغوستلو لپاره هم څه نه لرم.))
نوموړى چې اوسمهال د نورو لاس ته ګوري او د ځوانۍ په ياد اوښکې تويوي، وويل: ((د غور په مرکز کې مې حويلۍ وه، په خپلو پيسو مې اخيستې وه، خو زور واکو رانه غصب کړه او اوس په يوه چوپه کنډواله کې ژوند کوم.))
اوسمهال د ملنګ سرور تر څنګ يواځې د هغه ١٢ کلن زوى نوشيروان ليدل کېږي.
نوشيروان درې نور وروڼه هم لري، خو هغوى خپل پلار پرېښى دى.
ملنګ سرور د خپلو لمسيانو په اړه هم څه په ياد نه لري.
نوشيروان د ښوونځي په پنځم ټولګي کې دى، تل له خپل پلار سره مرسته کوي او لاس يې نيسي، يواځې پلرنۍ مينه ده چې د ژمي په سړو کې نوشيروان ګرم ساتي.
نوموړي وويل چې درې وروڼه لري، خو يواځې مشر ورور يې نظرمحمد کله کله د دوى پوښتنه کوي.
ملنګ سرور زياته کړه، يواځېنۍ هيله يې د کوچني نوشيروان راتلونکى دى، خپله هم د يوې بوډۍ د موندلو هڅه کوي چې له ده سره د عمر تر پايه ملګري وکړي او محرمه يې وي.
د غور والي وياند عبدالحى خطيبي وويل: ((زه د دې شاهد نه يم چې محمد سرور به کله د والي دروازې ته د مرستې او يا هم د خپلې حويلۍ او خپلو حقونو د اخيستلو لپاره مراجعه کړې وي.))
هغه زياته کړه، نه پوهېږي چې کله دې له دې کس سره مرسته شوې وي، خو اوس چې د هغه د ژوند له ستونزمن حالت خبر شوى، له نوموړي سره به اړينې مرستې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








