منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۷ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اروپا په اوبو کې د ١٢ ډوبو شوو افغانانو مړي کابل ته راولېږدول شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل(پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د اروپا په اوبو کې د دوو افغان کورنيو د ١٢ ډوبو شوو غړو تابوتونه کابل ته را ولېږدول شول.

رقيه چې د دې کورنيو له خپلوانو ده، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن يې دا تابوتونه له نورو خپلوانو سره د کابل چهارکلا وزير اباد سيمې اميرحمزه جومات ته راولېږدول، څو د خپلو خپلوانو او دوستانو په ملتيا خاورو ته وسپارل شي.

هغې په ژړا کې وويل چې د دې کورنۍ دوه کسه يې له خپلوانو وو: ((خليل، يو ځوان د هغه مېرمن او دوه ماشومان او دوه ورېرونه يې په دې قربانيانو کې شامل دي، چې ټول د يونان په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.))

رقيې زياته کړه: ((خليل په اقتصاد وزارت کې دنده درلوده، مېرمن يې عارفه د وزير اباد چهارکلا ښوونځي ښوونکې وه.))

نوموړې د خپلو اوښکو پاکولو پرمهال وويل: ((د خداى لپاره! د بهر شوق مه کوئ چې کبان به مو وخوري، لامبو وهونکي ونه توانېدل چې د هغوى مړي را وباسي، زياتره دغه تابونه خالي دي، يواځې د خپلو کورنيو د تسلي لپاره راوړل شوي دي.))

دې مېرمنې اروپا ته تلونکو ته وويل چې اروپا ته د تګ پيسې دې په افغانستان کې ولګوي او خپل ژوند ته دې دلته دوام ورکړي.

د اقتصاد وزارت يوې چارواکې سهيلا بارکزۍ چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، وويل چې خليل يې سکرتر و او اووه کاله يې په دې وزارت کې کار کړى و.

هغې د خليل د اخلاقو د ستاينې ترڅنګ وويل چې همکار يې يو شريف او مهربانه انسان و.

د غمجنو په منځ يوې ځوانۍ نجلۍ هم په زوره چيغې وهلې او ويل يې: ((وروڼه مې لاړل چې ژوندي پاتې شي، يو يې دوه ځله په کابل کې په ځانمرګي بريد کې ټپي شو او يو بل له درېيو کلونو راهيسې وزګار و، هر چېرته به تلو، خو کار نه پيدا کېده، وروڼه مې قرباني شول.))

د دې نجلۍ په خبره، وروڼه يې د افغانستان د ناامنۍ قرباني شول او که چېرته په افغانستان کې وضعيت ښه وى، نه اړ کېدل چى له ګڼو خطرونو سربېره اروپا ته ولاړ شي.

د دې قربانيانو تابوتونه د سلګونو کسانو له خوا د موسى کلا غونډۍ ته تر لېږدولو وروسته خاورو ته وسپارل شول.

په وروستي يوه کال کې اروپا ته د تګ پرمهال په ايران، ترکيې او يونان کې لسګونه افغانان مړه شوي او مړي يې بېرته هېواد ته را لېږدول شوي دي.

 د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، دوې ورځې وړاندې د وزيرانو شورا په غونډه کې ويلي و چې په وروستي يوه کال کې شاوخوا ٢٥٠زره افغانان اروپا ته کډوال شوي دي.

د هغه په خبره، شپږ اروپايي هېوادونه چې تر ټولو زياتو کډوالو ورته مخه کړې، په دې هڅه کې دي چې يو شمېر پناه غوښتونکي بېرته وباسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې