منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۱ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او اته نور ټپیان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٥ کب ٩٤): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ترافيکې پېښې له امله يو تن مړ او اته نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ په سراچې پله سيمه کې د ترافيکې پېښې له امله يو تن مړ او اته نور ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي چې دغه پېښه نن شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په ياده سيمه کې يو سراچه موټر له يو مارسيډيز موټر سره وجنګېد  او ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.

د والي وياند وايي،  دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې، او په کې ټپیان شوي کسان د ننګرهار ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ده وويل چې د دوو تنو روغتيايي وضعيت هم د اندېښنې وړ دی خو په پېښه کې ماشومان او مېرمنې شتون نه لري.

د پېښې يوه عيني شاهد محمد شفيع پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن سهار د دوى په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه يو تن ځاى پر ځاى مړ شوى خو څو تنه نور ټپيان وو چې روغتون ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې ډېرى وخت د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ورته پېښې رامنځته کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې