منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سپين بولدک- چمن لار خلاصه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

کندهار (پژواک، ٨ کب ٩٤) : د کندهار د سپين بولدک- چمن لار چې څو ورځې مخکې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د ناڅرګند دليل له مخې تړل شوې وه، نن پرانيستل شوه.

بل خوا سوداګر وايي چې د لارې بندېدو له امله درانه مالي زيانونه ور اوښتي دي.

د سپين بولدک ولسوال حاجي سيد علي د کب په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده شوې لار چې پاکستانيو ځواکونو تړلې وه، نن خلاصه شوې او په عادي توګه ورباندې تګ راتګ بېرته پيل شوى دى.

هغه زياته کړه، دغه ټرانزيټي لار د پاکستان له خوا تړل شوې وه، چې هغوى يې تر اوسه په لامل نه پوهېږي.

خو دى وايي، هغه مهال چې لار وتړل شوه  د لارې د بېرته خلاصېدو په موخه يې مرکزي ادارې ته خبر ورکړى و.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم تائيدوي چې لاره خلاصه شوې، خو هغه يې هم د بندېدو په اړه معلومات ور نه کړل.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځله دغه لار د څه مودې لپاره تړلې او بيا يې بېرته پرانيستې ده.

د سپين بولدک- چمن پر ټرانزيټي لاره هره ورځ په زرګونو خلک او په سوداګريزو توکو بار موټر تګ راتګ کوي چې په بندېدو سره يې نه يواځې خلک له ستونزو سره مخ کېږي، بلکې درانه مالي زيانونه هم اړوي.

د کندهار د خوراکي توکو او مېوې سوداګر وايي د لارې د بندېدو له امله ميليونونه افغانۍ زيان ور اوښتى.

د حاجي سيد محمد په نوم يوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور ورځې وړاندې يې مېوه او سبزيجات رابار کړي وو، چې د لارې بندېدو له امله د کرښې په هغه غاړه چمن کې بند پاتې و.

ده زياته کړه، د لارې د خلاصيدو په تمه يې ټوله مېوه او سبزيجات خراب شوي او دروند زيان ورته اوښتى دى.

هغه غوښتنه وکړه چې کله هم دغه لار تړل کېږي، نو مخکې له مخکې يې بايد په اړه سوداګرو ته خبر ورکړل شي، څو هغوى خپله چاره وکړي.

نوموړي نيوکه وکړه، چې پاکستان دغه کړنه په وار وار تکرار کړې او ان په کندهار کې يې د مېوو د حاصلاتو د رسېدو پر مهال هم په ورځو- ورځو لار تړلې او په دې توګه يې سوداګر سخت زيانمن کړي دي.

د دې تر څنګ د کرښې په دواړو غاړو (سپين بولدک او چمن) کې زرګونه افغانان چې د درملنې، سوداګرۍ او نورو چارو لپاره پاکستان ته تګ راتګ کوي، د لارې د تړل کېدو له امله بند پاتې وو چې سختې ستونزې يې ګاللې.

د کندهار يوه اوسېدونکي نذير احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د لارې د خلاصېدو په تمه يې درې شپې په چمن کې په بد حالت کې تېرې کړي.

دى وايي، له خپلې کورنۍ سره کويټې ته د درملنې لپاره تللى و، خو کله چې له هغې خوا بيرته راته نو لار بنده وه او هيچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په دې اړه د پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړي او د راتلونکې لپاره دغه ستونزه حل کړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک مني چې د لارې بندېدو خلک نه يواځې له ستونزو سره مخ کړي وو، بلکې ډېرى سوداګر يې هم زيانمن کړي دي.

دى وايي، ولايتي ادارې په دې اړه د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکه نيولې، څو هغوى دغه ستونزه د پاکستان له سفارت سره د خبرو له لارې حل کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه