خوست ښار (پژواک، ١٨ کب ٩٤): په جګړه کې معيوب شوی پوليس وايي چې د خپل هېواد او دولت لپاره د سختې قربانۍ په ورکړې سره بيا هم دولت داسې هېر کړی چې ګنې هېڅ تړاو يې ورسره نه درلود.
ساتنمن محمد نذير د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د شډل کلي اوسېدونکی دی او په ۲۰۱۲ زېږديز کال د لوی اختر په لومړۍ ورځ په يوه بمي چاودنه کې د بدن ځيني غړي له لاسه ورکړي دي.
نوموړي د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې له پژواک اژانس سره ځينې هغه ترخې خاطرې شريکې کړې چې د پېښې پر مهال او يا له هغه را وروسته ورسره مخ دی.
ده وويل چې په ملي پوليسو کې يې نږدې درې کاله دنده ترسره کړه او ويې غوښتل چې د خپلو هېوادوالو پر وړاندې د خاورې په ساتنه کې خپل مسووليت پر ځای کړي.
محمد نذير زياته کړه، يوه ورځ د معمول په څېر دی او نور پوليس ملګري يې د ګربزو له ولسوالۍ څخه په ګزمې راووتل چې لږ مخکې تلل، يوه پېشو يې د سړک پرغاړه په پړي تړلې وليدله.
هغه زياته کړه: ((زه مخکې او نور پوليس راپسې وو، کله مې چې پېشو خلاصه کړه ومې ليدل، چې د بوشکې يو غټ ماين ځای پر ځای شوی. ما غږ چې ماين دی او په دې سره مې لښتي ته ځان وغورځاوه، ماين چاودنه وکړه او بيا پر ځان نه يم پوهېدلی.))
محمد نذير وايي، د پېښې په ورځ چې د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، د ترخيص اخيستو نېټه يې هم پوره شوې وه او د عرفات په ورځ يې له خپل قوماندان څخه د رخصت غوښتنه کړې وه، خو رخصت يې ورنه کړ.
د نوموړي په وينا، درملنه يې د بګرام په روغتون وشوه، خو دواړه سترګې يې ړندې شوې او ښی لاس يې د اوږې په برخه کې پرې شو چې اوس يې هم زخمونه سم نه دي جوړ شوي.
هغه زياتوي: ((مخکې له دې چې پوليسو ته راشم، شپږ کاله مې په ملي اردو کې هم دنده ترسره کړه او د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې له طالبانو سره پر جګړه بوخت وم هلته مې ترخيص واخيست.))
نذير وويل، د خپلې کورنۍ يواځېنی غړی و چې د کور اړتياوو د پوره کولو مسووليت يې پر غاړه و، خو چې معيوب شوی، کورنۍ يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
نوموړى وايي: ((زما په ګډون د خپلې کورنۍ ټول ۱۴ غړي يو، په دې کې ۷ زما بچيان دي. دوه مې بوډا مور او پلار دي. يو مې ورور دی او دوې مې خويندې دي.))
د هغه په وينا، تر پېښې مخکې يې چې د خپلې کورنۍ غړي لیدلي، هماغه انځورونه يې اوس هم په ذهن کې راتاوېږي، خو زياتوي پوهېږي چې بچيان يې لوی شوي او په لویېدو سره څېرو بدلون کړی.
ده زياته کړه: ((کله کله مې بچيان او د کورنۍ نور غړي په خوب کې ووينم او خپله مينه پرې ماتوم. دوه بچيان مې تر پېښې وروسته پيدا شوي. دا مې ستر ارمان دا دی چې کاش دوی مې لېدلی وای.))
همدارنګه هغه وايي چې تر ده کشر ورور يې په ملي اردو کې دنده ترسره کوي، خو د هغه معاش يې د کورنۍ اړتياوې نه شي پوره کولی او نه هم دولت يا کومې بلې موسسې ورسره مرسته کړې ده.
نذير وويل چې تر ټپي کېدو وروسته ۵۰زره افغانۍ د نورو ټپيانو په څېر ده هم ترلاسه کړې، خو بيا يې دولت هېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه يې هم د مرستې په برخه کې د ده غوښتنې ته غوږ نيولی.
هغه زياته کړه: ((يوه ورځ د خوست د امنيې قوماندانۍ پوليسو معاش اخيسته، ما ته يې ټيلېفون وکړ او ويې غوښتلم. له ټولو پوليسو سره پيسې راټولې، يو ځای يې کړې او بيا يې ما ته راکړې، تر يوه وخته مې پرې ګوزاره وشوه.))
په جګړه کې دغه معيوب شوی پوليس ساتنمن محمد نذير وايي چې يونيم وخت يو څوک د خوراک ځيني لومړني توکي د مرستې په ډول ورته راوړي، خو د کور ټولې اړينې اړتياوې يې نه دې پوره شوې.
نوموړی د خبرو په منځ کې ژړغونی شو او ويې ويل چې ماشومان، بوډا مور، پلار او د کور نور غړي يې د لومړنيو خوراکي توکو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((د خپلې مېرمن ګاڼې مې خرڅې کړې، د شيدو غوا مو خرڅه کړه، ځيني ووړ مال مو هم خرڅ کړ، که چا ته د يو څو پيسو سوال وکړو نه يې راکوي؛ ځکه راته وايي چې بيا قرض نه شې ادا کولی.))
ساتنمن محمدنذير دغه راز وويل، وياړي چې له خپلې خاورې يې په دفاع کې قرباني ورکړې، خو پر حکومت يې نيوکه وکړه چې د بې پروايۍ له امله يې د قرباني شوو عسکرو کورنۍ در په در ګرځي.
نوموړي له دولت او همدارنګه له مرستندويه ټولنو وغوښتل چې ده او د ده په څېر د نورو قرباني شوو عسکرو بې وزله کورنيو د ژوند حال احوال واخلي او د خپل وس برابر مرستې ورسره وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








