ميمنه (پژواک ٢٧ کب ٩٤): د فارياب ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې يوه سيند ته د سراچې موټر د ورغورځېدو له امله، د ښځو په ګډون ٨ کسانو ژوند له لاسه ورکړى، دغه راز په دغه ولايت کې د طالبانو له لوري دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.
دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه، چې سراچې موټر يو ناروغ د پخل سوز له کلي څخه د ګرزيوان مرکز روغتون ته لېږداوه.
د ګرزيوان ولسوال امرالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې موټر د باران اورښت او سرک خرابۍ له امله دغه سيند ته چې شا وخوا ٥٠ متره لوړوالى لري، لوېدلى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه پېښه کې د موټر چلوونکي، دوه نارينه، څلورو ښځو او يوه ماشوم په ګډون ٨ کسان وژل شوي دي.
ولسوال زياته کړه: "کله چې موټر د سيند داخل ته وغورځېد نو پکې سپاره کسان په دې ونه توانېدل چې د موټر دروازې خلاصې کړي او په پايله کې ټولو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ."
د ګرزيوان اوسېدونکي او د فارياب د ولايتي شورا غړي صبعت الله سېلاب وويل چې د سړکونو خرابوالى له سرک څخه د موټرونو د اوښتو لامل کېږي او له دې امله دا ډول خونړۍ پېښې رامنځته کېږي.
سېلاب وويل: "په وروستيو ١٤ کلونو کې د نړيوالې ټولنې له ډېرو مرستو سره-سره اوس هم د ګرزيوان ولسوالۍ سرکونه قير او ترميم شوي نه دي او خلک له ډېرو نښلوونکو ستونزو سره لاس او ګريوان دي."
دغه راز په يوه بله پېښه کې د دغه ولايت په قرم قل ولسوالۍ کې د سرحدي پوليس يو ساتنمن ووژل شو.
د قرم قل-دولت اباد د لويې لارې پوليسو قوماندان سفر محمد وايي، چې دغه افسر له يوې سرحدي پوستې څخه له خپل پوځي يونيفورم سره غوښتل چې د ولسوالۍ د مرکز پر لوري لاړ شي او کله چې يادې لويې لارې ته ورسېده نو د طالبانو له لوري له نيول کېدو وروسته په ډزو سره ووژل شو.
دغه راز په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د سلوالو کسانو له لوري يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى دى.
د شېرين تګاب يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې نجم الدين له امنيتي پوستې څخه د بازار پر لوري روان و، چې دغه مهال د طالبانو په کمين کې غورځېدلى او طالبانو بيا د هغه وسله له ځانه سره وړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










