کابل (پژواک،٣ ورى ٩٥): کابل کې به خلک د روان کال تر پاى پورې د تذکرې، پاسپورټ، نکاح خط، د موټر چلونې جواز او داسې نورو وېش د "اسان خدمت" پروګرام په اډانه کې تر يو چتر لاندې تر لاسه کړي.
دا مطلب د "اسان خدمت" مشر شهزاد اريوبي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې په کابل کې په ډاګه کړ.
نوموړي وويل چې ددې پروګرام له لارې به د موټر، پانګونې او سوداګرۍ جواز، د برېښنا لګښت پيسې، د زوکړې سند، د طلاق ثبت، بيمه او داسې نور اسناد په بېړني ډول تر يو چتر لاندې اجرا شي.
هغه زياته کړه چې ددې طرحې په عملي کېدو سره به د اداري فساد مخه ونيول شي.
د نوموړي په وينا، ولسشمر اشرف غني اذربايجان ته په خپل سفر کې له داسې مرکز څخه ليدنه کړې ده او تصميم يې ونيو، څو افغانستان کې هم دا خدمتونه تر يو چتر لاندې وړاندې کړي.
د اريوبي په وينا، د هېواد ولسمشر ددې پروګرام مسووليت هغه ته سپارلى دى.
اريوبي وويل چې هغه د څو هېوادونو موډل ليدلى دى؛ خو ويې موندله چې اذربايجان د افغانستان لپاره تر ټولو غوره موډل کېداى شي.
نوموړي يادونه وکړه چې ده ولسمشر ته کابل کې ددې ډول مرکز جوړولو وړانديز وکړ چې تېره اوونۍ ولسمشر او د وزيرانو شورا اقتصادي کمېټې تاييد کړ.
د هغه په وينا، ولسمشراړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې ده څو ددې طرحې په تطبيق کې اړينه همکاري وکړي او ددې مرکز ودانۍ جوړولو لپاره دې ځمکه معلومه کړي.
نوموړي وويل چې اذربايجان حکومت ددې طرحې عملي کولو په برخه کې افغان حکومت سره د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده او ټاکل شوې چې ددې مرکز جوړولو لپاره په روانه مياشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنيکي همکاريو تړون لاسليک شي.
هغه زياته کړه چې ټاکل شوې د يادې طرحې پربنسټ، په لومړي ګام په کابل کې د مرکزي دفتر لپاره ودانۍ او راتلوونکي "١٣٩٦" کال کې څلورو زونونو کې ساحوي دفترونه او فرعي دفترونه د کابل په څلورو خواوو کې ددې پروګرام پلې کېدو لپاره رامنځ ته شي.
سرچېنې يادونه وکړه چې څلورو کلونو کې به دا پروګرام ټول افغانستان کې عملي شي.
نوموړي په دې اړه چې ددې پروګرام عملي کېدو لپاره څومره پيسو ته اړتيا ده، معلومات ورنه کړل؛ خو ويې ويل چې د افغانستان او اذربايجان حکومتونواو ځينې نورو تمويلونکو هېوادونو ژمنې کړې دي چې د يادې پروژې مالي ملاتړ به کوي.
نوموړي وويل چې اذربايجان حکومت ژمنه کړې څو د کارکوونکو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي.
خلک هم داسې اسانتيا ته خوشحاله دي؛ ځکه اوسمهال د پاسپورټ، تذکرې او نورو اسنادو اخيستو لپاره بايد د ښار بېلابېلو برخو کې دفترونو ته مراجعه وشي.
د کابل خيرخانې مېنې اوسېدونکې ناهيد چې څو ورځې وړاندې يې د خپلې لور لپاره تذکره اخيستې ده، وويل چې درې ورځې دې کار کې بوخته وه؛ ځکه د تذکرو وېش دفتر کارته پروان کې دى او د پړاونو وهلو لپاره يې بايد کابل ولايت دفترونو ته مراجعه کړې وه.
هغې زياته کړه :" د اسان مرکز جوړول يو غوره اقدام دى؛ خو الله تعالى دې وکړي چې عملي شي؛ ځکه حکومت ډېرې ژمنې کړي خو عملي شوې نه دي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








