کابل، د ۲۰۱۶ کال د مارچ د میاشتی ۲۳ نیټه: د جاپان حکومت له افغانستان حکومت سره د ۶۳.۶۵۴ میلیونو امریکایی ډالروپه ارزښت د اوبو لګونی سیستمونو او د کلیو د سړکونو د لاس رسۍ په برخه کی مرسته کوی.
دا مرسته د افغانستان د بیارغونی د وجهی صندوق (ARTF) سره شوی چی د نړیوال بانک له خوا اداره کیږی. دا مرسته به د دوو لاندنیو روانو پروژو څخه ملاتړ وکړی کوم چی د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والۍ او د افغان حکومت د عادی لګښتونو په پوره کولو کی به مهمه ونډه ولوبوی.
1 ) د اوبو لګولو د پراختیا او بیرته فعالولو پروژه (IRDP) د ۱۵ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښټ د جاپان دا مرسته به د IRDP پروژی مالی ملاتړ وکړی چی په افغانستان کی د اوبولګولو سیستمونو کی ښه والۍ، داوبو د سرچینو د پراخ مدیریت او همدارنګه به د خلکو ته د خدمتونو د لاس رسۍ په برخه کی ونډه ولوبوی. دا مرسته به په کرهنیزو تولیداتو کی د پروژو په برخه کی زیاتوالۍ راولی.
2 ) د افغانستان کلیو ته د لاس رسی پروژه (ARAP) د ۱۵ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښټ همدارنګه به د جاپان دا مرسته به د ARAP پروژی سره په ګډ ملاتړ کولای شی د کلیو ټولنو سره په ټولو موسوموکی د سړک د اساسي خدمتونو او د تاسیساتو بیا رغونه او د کلیو سړکونو او د زیربنا په ساتلو کی لاس رسۍ پیدا کړی.
3 ) د عادی لګښت کړکۍ د ۳۳،۶۵۴،۵۴۵ امریکایی ډالرو په ارزښت د ۳۳ میلیونو امریکایی ډالرو نه زیات به د افغانستان حکومت د عادی بودجی سره د ARTF د عادی لګښت کړکۍ له لاری ورکړل شی چی ترڅو حکومت وکولای شی افغان خلکو ته آسانتیاوی او خدمتونه په دوامداره توګه وړاندی کړی.
جاپان د افغان ولس د بیا رغونی هڅو کی په بیلا بیلو برخو کی د امنیت نه تر اقتصاد او ټولنیز پراختیا په برخه کی سربیره د کرهنی، د کلیو پراختیا، زیربیناوی او د ظرفیت لوړولو کی مرستی کړی دی. د ۲۰۰۱ کال راپدی خوا افغانستان سره د جاپان مرستی په مجموعی ډول ۶.۱۳۱ میلیاردو امریکایی ډالرو ته رسیږی .
د ARTF په باره کی د لازیاتو معلوماتو د پاره، دی سایت نه لیدنه وکړۍ: http://www.artf.af/
د لازیاتو معلوماتو دپاره :
ښاغلۍ احمد زبیر
په افغانسان کی د جاپان سفارت
بریښنالیک: [email protected]
اړیکه: +93 (0) 700 22 44 28
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










