منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۱ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جاپان د ۲۱.۳ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښت په افغانستان کی د بشری او عاجلو مؤسسو سره مرسته وکړه

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کابل، د ۲۰۱۶ کال د مارچ د میاشتی ۲۴ نیټه: د جاپان حکومت به دی وروستیو کی په مجموعی توګه ۲۱.۳ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښت په افغانستان کی د WFP, UNMAS, UNICEF, UNHCR او IOM سره د بشری او عاجلو مرستو په برخه کی مرسته وکړه.

د جاپان دا مرستی به دی مؤسسو ته اجازه ورکړی ترڅو بشری ننګونو ته ځواب ورکونکی وی اوهمدارنګه د پاکستان او ایران څخه راستانه شووو  کډوالو ته چی د خوراکی توکو د خوندیتوب، خوار ځواکی، طبیعی پیښو، بی ځایه شویو  او داسی نورو بحرانی حالاتو څخه کړیدلی دی حیاتي مرستې برابری کړی. دا مرسته د UNOCHA د ۲۰۱۶ کال د بشری غبرګون پلان ته ځواب ورکوی.  

۱) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمیشنرۍ  (UNHCR) ته د ۴ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښت   

د جاپان حکومت ددی مرستو سره به UNHCR وکولای شی د پاکستان او ایران څخه په خپله خوښه راستانه شوی افغان کډوالو ته آسانتیاوی  او همدارنګه په افغانستان کی د بیرته راستانه شوو ګډوالو د ټولنو سره یوځای کول او د هیواد د جنوب ختیځ لور ګډوالو ته بشری مرستی برابری کړی. د جاپان ددی مرستی سره به UNHCR د راستنیدونکو څخه څارنه او ساتنه وکړی او همدارنګه د دری ولایتونو لکه هرات، ننګرهار او کابل د ورکړی مرکزونه په فعاله توګه وساتی او اټکل شوی ده چی ددی مرکزونو څخه به ۳۰،۰۰۰ افغان راستنیدونکی برخه مند شی.

 

۲)  د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق (UNICEF) ته د ۲،۳ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښت

 د جاپان حکومت ددی مرستی سره به UNICEF وتوانیږی هغو خلکو ته اوبه، پاکوالۍ او صحی خدمتونه برابر کړی چی له طبعی پیښو یا د منازعی له امله زیانمن شوی دی چی شمیر یی نږدی ۲۰،۰۰۰ وګړو ته رسیږی.  دا پروژه چی د جاپان لخوانه تمویلیږی وبه کولای شی ۲۲،۰۰۰ ماشومانو او میندو ته یی په عاجلو حالاتو کی د خوندیتوب آسانتیاوی برابر کړی او همدارنګه ۴،۸۰۰ بی سرپرسته افغان ماشومانو ته چی د ایران نه افغانستان ته راستانه شوی دی بیرته یی کورنیو سره یوځای کړی.

 

۳)  د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ اداره (UNMAS) ته د ۲ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښت

د جاپان حکومت د مالي مرستې سره به د ماين پاکولو فعاليتونه په قندهار ، کندز او په فراه ولايتونو کې ترسره شی چې زيات شمیر سیمی له ځمکنيو ماينونو او نورو چاودیدونکو موادو څخه پاکی شوی ندی.   تمه ده، چې د ۱.۷۶ کیلو متره مربع ځمکه به د ځمکنيو ماينونو او نورو چاودیدونکو او نا چاودو توکو چی له تیرو جګړو څخه پاتی شوی دی پاکه شی چی په مستقیمه توګه به ۱۳،۱۹۸ خلکو ته چی په ۵۰۰ مترو ککړو سیمو کی ژوند کوی او همدارنګه اټکل شوی ده چی ۴۵۶،۸۸۵ خلک په غیر مستقیمه توګه ورڅخه ګټه واخلی. دا مرسته به وکولای شی د ټولنیز او اقتصادی پرمختګ او همدارنګه د ولسي خلګو د مرګ او ژوبلې په کمولو کی مهمه ونډه ولوبوی.

 

۴)  د خوړو نړیوال پرواګرام (WFP) ته د ۸ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښت

د جاپان دولت مالی مرستې به په نیغ ډول د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په افغانستان  کې دخوړو دخوندیتوب، دخوارځواکۍ دکچې درا ټیټیدو او دهوایي بشري خدمتونو د برابرولو په برخو کې ولګول شي. د خوړو نړیوال پروګرام به ۶،۸۵۰ مټرک ټنو نه زیات خوراکی توکی د غنمو اوړو، نباتی غوړی، مالګه او چمتو غذایی توکی په شمول به وپلوری او په اړمنو خلکو باندی به یی وویشی.  ددی مرستی سره به ‍۱۰۰،۰۰۰ زیان منو خلکو د کورنۍ په شمول به د دوو نه تر نه میاشتو پوری ورسره مرستی وشی. سربیره پردی، نړيوال خوراکي پروګرام به مسافرو او د کارګو په برخه کی د هوا د ترانسپورتي خدمتونو دلاری نه چی  په افغانستان کې د بشري او پرمختيايي فعاليتونو په برخه فعالیت لری خپل خدمتونه وړاندی کړی او همدارنګه د ضرورت په وخت کی طبي او امنيتي لیږدونی آسانتیاوی هم برابری کړی.

 

۵) د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ته د ۵ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښټ

د جاپان حکومت ددی مرستی سره به د کډوالو نړیوال سازمان وکولای شی چی له ۲۶،۷۲۰ تنو نه زیات زیان منونکو بی اسنادو افغانانو ته چی له پاکستان او ایران څخه راستانه شوی دی خپلی بشری مرستی برابری کړی. برسیره پردی، دا پروژه به د امتحان په ډول د بی اسنادو او زیان منونکو راستنیدونکو لپاره یو نوی تعقیبی میکانیزم جوړ کړی ترڅو وکولای شی خپلو کورنیو سره یوځای شی او تمرکز به یی په زیاتو راستنیدونکو ولایتونو لکه کابل، ننګرها، هرات، نیمروز، خوست او پکتیا کی وی. د جاپان دا مرسته به وکولای شی ۶۵ تنو مهارت لرونکو افغان کډوالو ته د ایران نه د راستنیدو زمینه برابره کړی چی په عامه سکتور کی دندی ترسره کړی او خپل ظرفیتونه په کابل کی عامه ادارو ته ولیږدوی چی ۳۵٪ به یی ښځینه وی.

 

جاپان د افغان ولس د بیا رغونی هڅو کی په بیلا بیلو برخو کی د امنیت نه تر اقتصاد او ټولنیز پراختیا په برخه کی  سربیره د کرهنی، د کلیو پراختیا، زیربیناوی او د  بشری ظرفیت په لوړولو کی مرستی کړی دی. د ۲۰۰۱ کال راپدی خوا افغانستان سره د جاپان مرستی په مجموعی ډول۶.۱۳۱ میلیاردو ډالرو ته رسیږی.

 

 

 

UNHCR۲.

ښاغلۍ محمد نادر فرهاد

بریښنا لیک: