اسعداباد (پژواک، ٧ ورى ٩٥): په کونړ ولايت کې پر یوه کور له غره د تيږې ښويېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسول عبدالحبيب سيدخېل د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د چپې درې ولسوالۍ د يو ګل چاکندې سيمې پر یوه کور له غره تيږه را ښويېدلې او څلور کسان یې مړه کړي دي.
هغه وويل: ((د وروستیو ورښتونو له امله د یوه کس احسان الله پر کور لويه تيږه له غره را ښويېدلې او د ده پر کور غورځېدلې ده چې احسان الله، مېرمنه يې، دوه کلن زوى او شپږ کلنه لور يې په کې وژل شوي دي.))
ده وويل چې ياده سيمه نا امنه ده او دوی نه شي کولاى له يادې کورنۍ سره مرسته وکړي.
د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر غلام علي ثبات د يادې پېښې په اړه ناخبري وښوده او ويې ويل چې د وروستيو ورښتونو له امله په کونړ ولايت کې چا ته زيان نه دی اوښتی.
په دې وروستيو څو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې بارانونه ورېږي چې په ځينو سيمو کې یې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










