کندوز(پژواک، ٩ ورى ٩٥): په کندوز کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي د کورنۍ څلور غړي مړه شوي او ٧ نور ژوبل دي.
د امام صاحب ولسوال امان الله قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د کندوز په دشت ابدان کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امام صاحب ولسوالۍ د امنيه قوماندان حاجي امان الله ابراهيمي د کورنۍ موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
قريشي زياته کړه چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ابراهيمي د کورنۍ څلور غړي مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، په وژل شوو کې د امام صاحب ولسوالۍ د امنيه قوماندان مور، يو ځوان زوى او دوه لوڼې چې عمرونه يې له ١٢ تر ١٦ کلونو دې، شامل دي.
امان الله ابراهيمي د ولسي جرګې د مشر عبدالرووف ابراهيمي د تره زوى دى.
د امام صاحب ولسوال وويل چې ټپيان د کندوز مرکزي روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو هغو روغتيايي وضعيت يې ډېر نازک دى.
قريشي زياته کړه چې دا پېښه د باور وړونکي موټر د چلوونکي د ډېر ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده چې په تړاو يې موټر چلوونکى له يوه بل کس سره نيول شوى دى.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










