ترينکوټ (پژواک، ١٤ ورى ٩٥): په اروزګان ولايت کې د سېلابونه راوتو له امله يې درې کسان مړه شوي او سلګونه کورنۍ د کور پرېښودو ته اړې شوې دي.
د اروزګان د ولایتي شورا ریيس عبدالکریم خادمزي د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وروستيو پرله پسې ورښتونو له امله سېلابونه راغلي چې خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په مرکز ترينکوټ، ګېزاب، شهيد حساس او دهراوود ولسواليو کې سېلابونه راغلي چې له امله يې درې تنه وژل شوي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او سلګونه کورنۍ د کور پرېښود ته اړې شوې دي.
ده پر حکومت او مرستندويه ټولنو غږ وکړ چې د اروزګان له سېلاب ځپلو سره اړينې مرستې وکړي.
د اروزګان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عصمت الله فیض هم پژواک ته وويل چې د يادو سېلابونو له امله يو کس په ګېزاب ولسوالۍ کې مړ شوى او يو بل نادرکه دى.
د هغه په وينا، د مرکز ترینکوټ اړوند په درافشان سیمه کې بیا تېره شپه د یوې کورنۍ دوه تنه د چت لوېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
هغه وويل که دغه ورښتونه دوام وکړي نو په دغه ولايت کې به د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.
فيض وايي چې په دغه ولايت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه هلې ځلې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د کابل تر څنګ په ډېرو ولايتونو کې پرله پسې ورښتونه کېږي او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










