اسعداباد (پژواک،١٤ورى٩٥): په کونړ او نورستان ولايتونو کې د غره ښويېدو له امله ځينې لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي.
د کونړ د فواید عامې امر انجنیر محمد الرحیم د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرې شپې د سخت ورښت له امله له مرکز اسعداباد ، ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو سربېره د ختیځ نورستان ولایت لویه لار د اسمار ولسوالۍ د ډب بروړو په سیمه کې د غره ښویېدو له امله تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه، په يادې شوې سيمه کې د ١٨مترو په اندازه غر راښویېدلی او لاره يې بنده کړې ده.
دى وايي، وسایل يې چمتو کړي او ډېر ژر به دغه لاره بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.
د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شېرزمان پژواک ته وويل، له تېرو دوو ورځو راهيسې دغه لویه لار د اسمار ولسوالۍ د ډب بروړو په سیمه کې د غره ښویېدو له امله تړل شوې ده.
د ده په وينا، د دې لارې بندېدو خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي، اړوند ارګانونه بايد ډېر ژر دغه لاره بېرته خلاصه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اروزګان کې د پرله پسې ورښتونو له امله درې تنه وژل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










