منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ترافيکي پېښه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۱ کتنې

غزني ښار(پژواک،۱۶وری۹۵):  د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ديوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوی او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه نور ټپيان دي.

د غزني ولايت د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال د وري په١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په کوټه سنګي سيمه کې يو تونس موټر  د ملي اردو له موټر سره جنګېدلى دى.

ديسيوال په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې روغتون ته يو جسد او لس ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وويل : (( دا کوم کس چې مړ دى دا په مرميو ويشتل شوى دى.))

د همت د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې شپږ سړي، درې ښځې او يو ماشوم شامل دي.

همت وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د غزني د اندړو ولسوالۍ د کوټه سنګې سيمې اوسېدونکي محمد جميل پژواک ته وويل: (( شاوخوا لس بجې به وې چې تونس موټر د اردو له موټر سره وجنګېد او څو کسان په کې ټپيان شول.))

ده وويل چې ټپيان په نورو موټر کې روغتون ته ولېږدول شول.

په غزني کې د ملي اردو چارواکو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې