منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:31 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
روغتیاغړي

له کابل ښار څخه لسګونه روږدي کسان راټول او د فينکس کمپ ته ولېږل شول

· 3 دقیقې لوستل · 139 کتنې

کابل (پژواک ١٧ ورى ٩٥): د کابل ښار له څلورمې ناحيې او په ځانګړي ډول له شهرنو پارک څخه لسګونه روږدي کسان راټول او د فينکس کمپ ته د درملنې لپاره واستول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې وړاندې (د وري په ١٢مه) پژواک خبري اژانس راپور خپور کړى و، چې معتادينو د پوډرو، پلاستيکو او ټوکرو په لوګيو د دغه پارک چاپېريال ککړ کړی او خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

خو نن د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري د کورنيو چارو وزارت په مرسته د يوه کمپاين په ترڅ کې د څلورمې حوزې د اړوندو سيمو او په ځانګړي ډول د شهرنو له پارک څخه د معتادينو راټولولو کمپاين پيل کړ.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي چې په دغه کمپاين کې يې موجوده وه، وويل چې نن ورځ يې له يادو سيمو څخه تر ٣٠٠ پورې معتادين راټول کړي او د فينکس کمپ ته د درملنې لپاره يې استولي دي.

فينکس کمپ په دې وروستيو کې د معتادينو د استوګنې، درملنې او حرفوي زده کړو پر مرکز بدل شوى دى.

 وزيرې زياته کړه، دغه کمپاين د کابل ښار په څلورو سيمو شهرنو پارک، پل محمود خان، حضوري چمن او د زړو مکروريانو له پله څخه پيل شوى، څو ورځې به دوام ولري.

د هغې په وينا، معتادين به له فينکس کمپ سربېره نورو روغتيايي مرکزونو لکه د جنګلک ٣٠٠ بستريز روغتون ته هم ولېږل شي.

عظيمي وايي، درې مياشتې وړاندې يې هم سلګونه معتادين راټول او ياد شوي کمپ ته لېږلي، چې تردې مهال په کې ٦٠٠ روږدو کسان تر درملنې لاندې دي. له دې کمپ څخه ځينې معتادين چې درملنه يې شوې، د حرفوي او فني زده کړو لپاره د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته ور پېژندلي دي.

په ياد شوي کمپاين کې د عامې روغتيا مرستيالې ناجيې طارق وويل چې د معتادينو مسئله يواځې د افغانستان د دولت نه، بلکې يوه نړيواله ستونزه ده چې نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، ترڅو دغه معضله له منځه لاړه شي.

خو په خپله معتادين نيوکه کوي، هغه کسان چې د پوډرو کاروبار کوي، نه نيول کېږي.

د روږدو کسانو له دې ډلې څخه غلام فاروق، پژواک ته وويل، دولت هغه کسان نه نيسي چې د نشه يي توکو سوداګري کوي او په شهرنو پارک کې يې پر دوى پلوري.

هغه وايي: "که چېرې دغه کسام مجازات شي او کاروبار يې ودرول شي، نو موږ مجبورېږو چې دغه عمل پرېږدو، خو دولت په دې کې پاتې راغلى، نو ځکه ورځ تر بلې د معتادينو شمېر په ډېرېدو دى."

يوه بل معتاد حضرت ګل بيا د روږدېدو لامل بېکاري په ګوته کړه.

د نشه يي توکو د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په کچه په نشه د اخته کسانو لپاره ١٠٨ مرکزونه شته، چې په يو کال کې د څه باندې ٣٩زرو روږدو کسانو د درملنې وړتيا لري.

د دې وزارت چارواکو ويلي، دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا درې ميليونه کسان په نشه يې توکي روږدي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

شبير احمد عارف
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول روغتیا
روغتیا

هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوې دي

روغتیا

دوه نړۍوال بنسټونه: افغانستان کې خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او باید بېړنۍ مرستې وشي

روغتیا

د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي

روغتیا

د عامې روغتیا وزیر له خپل بېلاروسي سیال سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

روغتیا

کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو

روغتیا

هند له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

روغتیا

کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې

روغتیا

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د سرطان تخصصي خیریه روغتون جوړولو طرحه تصویب کړه