کندهار (پژواک، ١٧ ورى ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٨ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه نن له غرمې وروسته د يادې شوې ولسوالۍ په تنګي سيمه کې شوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، يو لارۍ موټر چې د درېيو کورنيو کډې په کې بار وې، له اروزګان ولايت څخه کندهار ته پر لاره و چې له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې دوه نارينه مړه شوي، درې مېرمنې او پنځه ماشومان ټپيان دي.
نوموړي د موټر د چپه کېدو لامل د لارې خرابوالى وباله او ويې ويل، وروستيو ورښتونو د اروزګان- کندهار لار په ځينو برخو کې زيانمنه کړې ده.
د ده په خبره، له پېښې وروسته پوليس سيمې ته رسېدلي او ټپيان يې د کندهار ښار ميرويس روغتون ته رسولي دي.
د ميرويس روغتون يوه ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وويل، د ټپيانو درملنه يې پيل کړې چې ځينې يې سخت ټپيان شوي دي.
د يادونې ده چې کندهار ته پر غځېدلو لارو تل د بې احتياطۍ او ترافيکي اصولو د نه مراعتولو له امله ترافيکي پېښې کېږي چې ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
login or register a new account.