کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٥ ) : د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي مشر وايي چې دا ګوند د سولې خبرو اترو د پرمخ وړلو لپاره هيڅ مخکينى او وروستى شرط نه لري؛ خو د نظام د اسلاميتوب له اصل څخه په هېڅ صورت په شا کېداى نه شي.
دا مطلب له افغان دولت سره د حزب اسلامي مذاکره کوونکي پلاوي مشر انجينر محمد امين کريم تېره سه شنبه ماښام (١٧ ورى) له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې څرګند کړ.
نوموړى له دولت سره د سولې خبرو په اړه هيله من دى؛ خو د سولې بهير کې پر ولسمشر د فشار راوړلو او په دې لار کې د خنډونو رامنځ ته کولو په اړه يې وويل، په دې خبرو اترو کې د استاد سياف چوپتيا له معنا ډکه بولي خو وايي چې ولسمشر يې د سولې بهير کې مخلص او ژمن موندلى او د حکومت اجرايي مشر هم په دې برخه کې سم نظر لري.
نوموړي په داسې حال کې چې ټينګار يې کاوه چې دا ګوند په هېڅ راز د هېواد له خپلواکۍ سره معامله نه شي منلى، وويل حزب اسلامي هيله لري چې غوښتنې يې لکه ملي حاکميت او د خلکو له حقونو څخه دفاع د سياسي او سوله ييزو مذاکراتو له لارې د يوه هدف په توګه ؛ بلکې نه د يوه شرط په توګه تامين شي.
امين کريم، د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د احتمالي توافق د اجرايي ضمانت په اړه وايي چې د افغانستان دوست هېوادونه او ټولنې او يا د ملګرو ملتونو ټولنې، د ترکيې او سعودي په څېر هېوادونه او د افغانستان عالمانوشورا او سولې عالي شورا کولى شي د باور جوړولو او احتمالي جوړجاړي د ضمانت په برخه کې مثبت نقش ولوبوي.
د نوموړي په وينا، د حزب اسلامي له نظره، د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کې د پاکستان رول بايد شتون و نه لري او افغان حکومت ژمن شوى کومې ستونزې چې امريکا د سولې بهير کې راټوکولې دي، هغه هوارې کړي.
د مرکې بشپړ متن:
پژواک: له افغان دولت سره د حزب اسلامي د سولې خبرو تر اوسه کومې پايلې درلودې؟
کريم : مخکې له دې چې د سولې اوسنۍ عالي شورا د چارو مسووليت پرغاړه واخلي، د حزب اسلامي ګوند له دولت سره مذاکرات ترسره کړي دي، دا مذاکرات د سولې عالي شورا د دارالانشا پخواني مشر معصوم ستانکزي، حنيف اتمر او محمد اشرف غني له لوري پرمخ وړل کېدل.
نوموړي وويل چې د اوسنيو خبرو اترو دوام هغه خبرې او اسناد دي چې مخکې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ خبرو کې برابر شوي دي د مذاکراتو د پرمختګ په رابطه په طبيعي او غير طبيعي ډول د خبرو سختېدل په دې برخه کې جدي مخالفتونه هم رامنځ ته شوي دي چې په ښکاره توګه نه څرګندېږي؛ خو د خبرو او مذاکراتو په ترڅ کې چې کوم مطالب مطرح کېږي، داسې پايله ترلاسه کولى شو چې يو شمېر د افغانستان د قضيې هواري په پلمه د سولې او سوله ييز اصل پر وړاندې مخالفتونه او مزاحمتونه رامنځ ته کوي.
نوموړي زياته کړه چې دا کسان خپل مخالفتونه او مزاحمتونه په څرګند ډول نه ښيي، ځکه د سولې غوښتنه يوه ملي غوښتنه ده او د افغانستان ملي اجماع هم د سولې غوښتنه لري؛ نو ځکه دا لاسونه په مرموز او ناڅرګند ډول د سولې بهير پر وړاندې مزاحمت کوي.
پژواک: ستاسو عزم څه دى چې له افغان دولت سره د سولې خبرو اترو ته به دوام ورکوئ او ترکومه بريده د مذاکراتو مثبتو پايلو ته هيله من ياستئ؟
کريم: که موږ د سولې خبرو اترو مثبتو پايلو ته هيله من نه واى او د ولسمشرغني له لوري مو ټينګه ژمنه ترلاسه کړې نه واى، نو ددې خبرو اترو لپاره مو وخت نه ضايع کاوه؛ موږ دې بهير ته د پخوا په څېر هيله من يوو ، دا چې ددې بهير پر وړاندې مزاحمتونه او مخالفتونه شتون لري په پوره توګه خبر وو.
د ټولو شرايطو او خنډونو په درکولو سره په دليل چې زموږ د هېوادوالو غوښتنه او د هېواد بحراني وضعيت سولې ته اړتيا لري او د جګړو دوام د هېواد لويې ګټې له جدي ګواښ سره مخ کوي او د اويايمې لسيزې د زړه بوګنونکو پېښو له تکرار څخه مخنيوى وشي په پوره رښتينولۍ دې بهير ته چمتو يوو، جدي هيله لرو چې ولسمشر غني هم د سولې بهير کې شته فشارونو ته ځان تسليم نه کړي او د پخوا په شان دې بهير ته ژمن واوسي،تر نن ورځې موږ داسې نښې نښانې نه وينو چې جناب ولسمشر په دې بهير کې شاتګ وکړي.
ترڅو چې هغوى( ولسمشر) دې موضوع ته ژمن وي، موږ هم چمتو يوو چې په دې برخه کې جدي او په رښتينې توګه حرکت وکړو .
پژواک: د سولې خبرو اترو کې د حزب اسلامي سرې کرښې کومې دي؟
کريم : د حزب اسلامي سرې کرښې، هغه کرښې دي چې د حزب اسلامي مرامنامه او هدفونو کې ځاى لري په دې معنا چې په هېڅ توګه موږ د هېواد له خپلواکۍ سره معامله نه شو کولى؛ هېڅ راز د نظام له اسلاميتوب څخه سرغړونه نه شو کولى ، سولې ته د يوې ټولنې رسېدو په لار کې د عدالت تامين او د قانوني نظام دوباره احيا اړين شرايط بولو.
کوم څه چې د اسلامي ګوند ګټو پورې تړلي دي، د مذاکراتو د مخ بيولو لپاره هېڅ وړاندينى او وروستنى شرط نه لرو، زموږ غوښتنه د ملت غوښتنه ده، له هغه څخه کم اونه زيات.
پژواک: ويل کېږي چې د حکومت لخوا تاسې ته د ځينو وزارتونو وړانديزونه شوي، ايا حقيقت لري او که چېرته وړانديز وي، تاسې يې منئ؟
کريم: البته په تېرو دورو کې په دې اړه د حکومت لخوا وړانديز شوى دى، خو موږ په مقدماتي برخه کې دې ته ترجيح ورکړې چې د هېواد په سياسي جوړښت کې د شتون بحث وروستۍ موضوع وي، له دې وړاندې مو چې کوم اصول وړاندې کړل، د ټولنيزعدالت د تامين څرنګوالى، قانونمند نظام او د اساسي اصولو د استقلال اعاده ده، هغه نظام چې د سولې د رامنځته کېدو په برخه کې د خلکو قناعت حاصل کړي.
که چېرته ټاکل شوي وي چې افغان دولت د اوسني بحران نه د وتلو لپاره دا موقع اسلامي حزب ته ورکړي چې نظام په کيفي صورت د عدالت او قانونمندۍ خواته سوق کړي، اسلامي حزب حاضر دى چې په دې برخه کې خپل مسووليت تر سره کړي.
پژواک: ايا تاسې له ولسمشر او د حکومت له اجرايي مشر سره کتلي دي، که مو کتلي وي، نو دوى له حزب اسلامي سره د سولې خبرو ته څومره لېوال وو؟
کريم: ما له پلاوي سره او شخصا له ولسمشر اشرف غني سره په تېرو ليدنو کې ليدلي او خبرې مو کړې دي په همدې سبب مې حس کړه چې سولې ته ژمن او مخلص دى، دا ځل مو څو ورځې وړاندې د حکومت له اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره يوه تعارفي ليدنه درلوده او په څنګ کې مو دهغه له مرستيالانو سره چې د اسلامي جمعيت او نورو تنظيمونو ستر چارواکي هم حاضر وو، وليدل، د سولې خبرو مخته وړلو کې مو د ډاکټر عبدالله حسن نيت وليد او هيله من يوو چې دا حسن نظر د پخوا په څېر په عمل کې اثبات ته ورسېږي او دوى د هېواد د نورو شخصيتونو په څېر د سولې په چارو کې د ټولو همکار وي.
په دې برخه کې مو خپله له ولسمشر سره ليدنه نه ده کړې، لامل يې هم دادى چې موږ نه غواړو که خو خداى مه کړه د سولې عالي شورا او زموږ له مخاطبينو سره د سولې خبرو بهير ددې سند په کوم ټکي کې له اصطکاک او ستونزې سره مخ شي، ستونزه به په مخامخ له ولسمشر غني سره حل کړو.
ځکه خو په کوم تناسب چې دا خبرې ځي، ستونزې رامنځته کېږي، بالاخره به په راتلونکو ورځو کې خپله له هغه( ولسمشر) سره ملاقاتونه او خبرې ولرو.
پژواک: هغه طرحه چې حزب اسلامي حزب د حامد کرزي حکومت ته د «ميثاق ملي» په نامه وړاندې کړې وه، د سولې په اړه د اوسنۍ طرحې سره په ځانګړي ډول له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره څه توپير لري؟
کريم: وخت کې کيفي او بنسټيز بدلون نه دى راغلى، خو هغه بدلونونه چې له شپږو کلونو راهيسې رامنځته شوي، مطرح دي، له دې بدلونونو يو دادى چې د بهرنيو ځواکونو ٩٥ سلنه بهرني ځواکونه د هېواد وتلو ته اړ شوي او مسلم قدر دادى چې د بهرنيو ځواکونوپراخه وتل يواځې يو کمي بدلون نه دى، بلکې يو کيفي بدلون يې هم رامنځته کړى دى.
که چېرته په اوسنيو شرايطو کې ټاکل شوې وي چې د پاتې بهرنيو سرتېرو د اېستلو لپاره جګړې ته دوام ورکړو، په عمل کې د افغانستان د نظامي او انتظامي ځواکونو سره مخ يو، يو له اصلي لاملونو چې موږ يې سولې ته ژمن کړي يو، دادي چې موږ هېڅ وخت دا هيله نه درلوده او نه يې لرو چې د خپل ملي حاکميت لپاره له خپلو کورونيو ځواکونو سره له خپلو افغانانو سره مخ شو.
نني شرايط داسي دي چې هيله لرو، د دولت اړخ هم زموږ سره هوکړې ته ورسېږي چې زموږ موخه د ټولو افغانانو موخه ده، دا موخه د ملي حاکميت د حق اعاده او د افغانستان د خلکو له حق نه دفاع ده، د سوله ييزو او سياسي خبرو له لارې د يوې موخې په توګه نه، بلکې د يوه شرط په توګه هوکړې ته ورسېږي او له لارې يې کولى شي چې حقوقو ته ورسېږي.
پژواک: ايا ستاسې په ليد لوري کې د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه څه بدلون راغلى که نه؟
کريم: ٤٩ کاله وړاندې د حزب اسلامي له تاسيس نه وروسته د استقلال او ازادۍ په برخه کې ژمن و، دا د افغانستان د اسلامي حزب له انعطاف نه مننونکو موخو وو او د پخوا په څېر ورته ژمن يوو.
پژواک : احيانا که چېرته تاسې د افغانستان له حکومت سره هوکړې ته ورسېږى، که چېرته ددې هوکړې د اجرايي کېدو ضمانت ته اړتيا شته که نه، که وي نو د ا ضمانت څه کېدلى شيژ
کريم: موږ دې ته ترجيح ورکړې وه او ورکوو يې چې هغه هوکړه ليک چې د افغانانو ترمنځ لاسليک کېږي، بايد اعتبار ورکړو او ټولې خواوې ورته ژمنې وي، خو له بده مرغه تېرې تجربې څرګندوي چې د ځينو لپاره د سند په پاى کې لاسليکونه بشپړ اجرايي ضمانت نه لري، په دې اساس د متقابل ډاډ او باور لپاره د ټولنو او د افغانستان د ملګرو هېوادونو، ملګرو ملتونو او نورو کورنيو عواملو لکه سولې عالي شورا، د عالمانو شورا ځينې هېوادونه لکه سعودي او ترکيه کولى شي چې د باور جوړونې او احتمالي هوکړې په تضمين کې ښه نقش ولري.
پژواک: ناټو په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالات د افغانستان قضيه کې ښکېل اړخ دى، څه فکر کوئ چې له افغان دولت سره د حزب خبرې به د امريکا له شتون پرته تر کومه حده مثبت پايلې ولري؟
کريم: سمه ده چې د قضيې يو اړخ امريکا او د هغوى متحدين دي، دا سمه ده چې د سولې يوه برخه د امريکا له هوکړې پرته صورت نه نيسي، خو د هغه هوکړه ليکونو او مذاکراتو پر بنسټ چې موږ يې له حکومت سره لرو، افغان حکومت ژمن شوى چې د سولې بهير کې د امريکا له خوا تر اوسه پورې جوړې شوې ستنونزې لرې کړي.
ځکه خو په خبرو کې د امريکا او ناټو شتون زموږ له ليد نه په دې پورې تړلى چې هغوى په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته د پاى ټکې کېږي او هغه جګړه چې تر اوسه يې په هېواد کې له مخالفينو او وسله وال مقاومت سره درلوده، ترې لاس واخلي.
پژواک: که چېرته امريکا په پوځي نه، بلکې د افغاانستان په پراختيايي برخه کې فعاليت ولري، حزب اسلامي يې مخالفت کوي که نه؟
که چېرته په افغانستان کې د امريکا ګټې د افغانستان د خلکو له ملي ګټو سره تضاد کې نه وي، نه يواځې چې ستونزه ورسره نه لرو، بلکې موږ د دوستانه اړيکو د دوام او برابرۍ پلويان يوو.
تر هغو چې د امريکا متحده ايالات د افغانستان ملت د يوه سرلوړي او خپلواک ملت په توګه په رسميت ونه پېژني، حاکمې او محکومې اړيکې د پخوا په څېر عملي کړي، د دوستانه او برابرو اړيکو لرل به د انسانيت او بين الدول اړيکو له اړخه پېچلې وي.
موږ په تمه يو، څو هغه کړنلاره چې امريکا د تېرو ١٥ کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې پلې کړې او هغه ادعا چې د غوره حکومتوالۍ، ولسواک نظام، له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې يې لرله، په حقيقت کې ډېر ښه شعارونه وو، دا شعارونه يې نه يواځې چې په عمل کې پلي نه کړل، بلکې د تېرو ١٥ کلونو په ترڅ کې يې ددې برعکس حالت نندارې ته وړاندې کړ، د خپلې ادعا سره سم يې د افغانستان خلکو ته د کار کولو پرځاى برعکس کار وکړ.
بالاخره دا کړنلاره له بندښت سره مخ شوه، د بايلونکي – بايلونکي معادله يې چې زموږ په هېواد کې رامنځته کړې هم د افغانستان ملت په وينو او اورې کې وسوځېد او هم د امريکا ستراتيژي له بن بست سره مخ او ناکامه شوه.
موږ په افغانستان کې زياتې ګډې موخې لرو، د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا د نفتو او انرژۍ د نليکو غځول چې د امريکا متحده ايالاتو له ستراتيژو موخو ګڼل کېږي، د افغانستان د خلکو ملي ګټې خوندي کوي او له دې اړيکې څنګه چې موږ اعلان کړى، نه يواځې چې موافق يو، بلکې همدا اوس چې پوځي دښمني مو روانه ده، حاضر او چمتو يو چې له دې نليکې ملاتړ وکړو، اجازه نه ورکوو چې ويجاړ شي، په همدې ترتيب سره نورې بېلګې.
پژواک: د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا ترمنځ د څلور ګونو ناسته په اړه څه نظر لرى او ددې هېوادونو رول څومره د اهميت وړ کېدلى شي؟
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










