لښکرګاه (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): د هلمند ولايت په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله ١٢ ملکي وګړي او يو د ملي اردو سرتېرى مړه شوي او ٥٣ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د ترانسپورټ رييس عبدالغفور توخي د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٨ بجې د واشير ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ٣٠٣ موټر چپه شوى دى.
هغه وايي چې د دغه موټر د چپه کېدو له امله ٧ تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤٠ نور ټپيان دي.
خو د ګرشک ولسوال سليم رودي بيا وايي چې دغه موټر چپه نه، بلکې له بل موټر سره یې ټکر کړی دی.
ده وويل چې په دې پېښه کې ٧ کسان مړه شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
خو په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون چارواکي بيا وايي چې له يادې پېښې دوى ته تر اوسه ٨ مړي او ٤٨ ټپيان ور وړل شوي دي.
د هلمند د ترافيکو مدير ميرزاخان روحاني هم ياده پېښه تاييد کړه خو د نورو جزئياتو په اړه يې معلومات نه درلودل.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور ملکي وګړي او يو د ملي اردو سرتېرى مړه شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
د هلمند- لښکرګاه د لويې لارې قوماندان سمونوال عبدالستار نورزي د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا يوه بجه د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سيمه کې د ملکي کسانو يو سراچه موټر د ملي اردو له موټر سره جنګېدلى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي او يو د ملي اردو سرتېرى مړه شوي او څلور د ملي اردو سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان دي.
د هلمند د ترافيکو مدير ميرزاخان روحاني هم دغه پېښه تاييد کړه او ويي ويل چې ترافيک يې سيمې ته استولي دي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون چارواکي وايي چې له دې پېښې تر اوسه دغه روغتون د ملي اردو د دريو سرتېرو په ګډون څلور ټپيان ور وړل شوي دي.
د يادونې ده چې ډېرى دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










