کابل (پژواک،٢٣ ورى ٩٥ ): د حکومت اجرايي مشر وايي چې د ملي يووالي حکومت رامنځته کېدو د سياسي موافقې د عمر اهميت په اړه، د هېواد د سياسيونو بې خبري د تعجب وړ ده.
د هېواد اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې نن يې د وزيرانو په شورا کې خبرې کولې، وويل چې افغانستان ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وروستي سفر په ترڅ کې د دوه اړخيزو اړيکو ټولې برخې او د متقابلو همکاريو ژمنو په اړه څېړنې وشوې.
نوموړي زياته کړه چې په دغه سفر کې امريکا يو ځپل بيا د ملي يووالي له حکومته خپل ملاتړ اعلان کړ او ټينګار يې وکړ چې امريکا د افغانستان له امنيتي او دفاعي، بيارغونې، حکومتولۍ او د حکومت هڅې په هېواد کې د متوازنې پراختيا او پرمختګ او د ښاريانو د حقونو خوندي کولوله پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت برياليتوب لپاره، د نړيوالې ټولنې د همکاريو دوام، يو اړين او مهم کار دى.
ډاکټر عبدالله د ملي يووالي حکومت د کار مودې د پاى ته رسېدو په اړه د هېواد ځينو سياسيونو د څرګندونو په اړه وويل: "د ملي يووالي حکومت په تړاو د هېواد د ځينو سياستوالو نظرونو څرګندول چې تر اوسه د اپوزېسيون په ليکه کې هم نه دي، د تعجب وړ دي."
نوموړي زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت د سياسي جوړښت تړون د هېواد په سياسي تاريخ کې يوه مهم تړون دى چې په ټاکنو کې د ښکېلو دواړو غاړو تر منځ لاسليک شو او د اوسني حکومت د جوړېدو سبب شو.
خو نوموړ ي زياته کړه: "وروسته له هغه چې جان کيري د ملي يووالي حکومت د وخت او ماهيت په اړه خبرې وکړې، فکر کوم چې د هېواد سياستوال نوي دغه واقعيت ته متوجه شوي چې په رښتيا د تعجب خبره وه؛ خو زموږ تمه دا وه کوم کسان چې لږ تر لږه د هېواد په سياسي برخليک کې د نقش غوښتونکي دي، په کره توګه مطالعه کړي وي."
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري چې دوه ورځې وړاندې يې کابل ته سفر کړى و، له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې د خبري ناستې پر مهال وويل چې د افغانستان ملي يووالي حکومت عمر پنځه کاله دى او سياسي تړون چې پر بنسټ يې اوسنى حکومت رامنځته شوى دى، د دغه حکومت د کاري مودې په پاى کې نه دى ذکر شوى.
خو ځيني سياسيون پر دې باور دي چې د ملي يووالي حکومت د سياسي تړون له مخې رامنځته شوى دى د روان کال وږي له مياشتې مشروعيت نه لري.
د ١٣٩٣ کال د وږي په ٢٩مه کله چې د جمهوري رياست ټاکنې د بحران لور ته ولاړې، د جان کيري منځګړيتوب پر بنسټ د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ تړون لاسليک شو، بايد په دوو کلنو کې د اساسي قانون لويه جرګه جوړه شي او د اجرايي رياست مقام پر اجرايي صدراعظم بدل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن