منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په اروزګان ولايت کې له سلګونو سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.

دغه مرستې نن (د وري ٢٤مه) په اروزګان ولايت کې له پېښو سره د مبارزې ادارې او ځينو مرستندويه ټولنو له لوري و وېشل شوې.

په اروزګان ولايت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس عصمت الله فيض پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ٣٢٢ سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.

هغه وايي چې په دې مرستو کې وړه، وریجې، لوبیا، غوړي، خېمې، کمپلې، جامې او د پخلنځي وسايل شامل دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د ( (IOMاو ((HAPA  موسسو له خوا يواځې په مرکز ترينکوټ کې له سېلاب ځپلو سره وشوې خو دغه لړۍ به ډېر ژر ولسواليو ته هم وغځول شي.

د فيض په وينا، له هغو کورنيو سره به د کورونو په جوړولو کې هم مرستې وشي چې د سېلاب پر مهال يې کورونه نړېدلي دي.

د يادو مرستو د وېشلو پر مهال د اروزګان ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالکریم خادمزي پژواک ته وويل چې د ورستیو ورښتونو له امله په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ زیانمنې شوې خو په وینا یې چې باید دولت د کورونو په جوړولو کې هم له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

خادمزی وایي چې نننۍ مرستي بسنه نه کوي او له اړوندو ادارو څخه یې غوښتنه ده چې د خپلو مرستو لړۍ تر ولسوالیو پورې هم وغځوي.

عبدالحکيم چې مرستې ترلاسه کړې وې پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې له موږ سره مرستې وشوې خو دا مرستې ډېرې کمې دي، له موږ سره بايد نورې مرستې هم وشي.))

ده وويل چې د وروستيو ورښتونو له امله د ډېرو خلکو ځمکې اوبو وړې او کورونه يې هم ويجاړ شوي دي نو ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې پرله پسې ورښتونه وشول او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې