منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۱ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يو افغان ځوان د نړۍ د ٢٠١٦ کال د ١٥٠ غوره رهبرانو په لړليک کې راغلى

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): يو افغان ځوان د ملګرو ملتونو د تمدنونو د ټلوالې په نړيوالو سياليو کې د ګډون له لارې د ٢٠١٦ کال لپاره د نړۍ په ١٥٠ غوره رهبرانو کې راغلى.

محمد شعيب ناصري د ټولنيزو او رسنيزو فعاليتونو په برخه کې د شاوخوا لس کلنې کاري مخينې په درلودو سره بريالى شو چې د افغانستان په استازولۍ په دې سياليو کې وځلېږي.

د ملګرو ملتونو د تمدنونو ايتلاف UNAOC) ) بنسټ د ويبپاڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمېر ځوان رهبران د ١٦٠ هېوادونو د شپږ زره کسانو له منځه ټاکل شوي دي.

ويل شوي چې دا ځوانان په خپلو هېوادونو کې د کلتوري خبرو اترو، کډوالۍ او ټولنيزو مسايلو په برخه کې  د بنسټونو او شبکو مشري کوي.

د خبرپاڼې د وينا له مخې، د ملګرو ملتونو د تمدنونو د ايتلاف بنسټ له استازو، د اذربايجان حکومت او يو شمېر هغو ښځو او نارينه وو له خوا چې د ځوانانو په مشرۍ په نړيوالو فعاليتونو کې ښکېل وو، د شپږو زرو له منځه يې دغه ١٥٠ کسه د غوره ځوانو رهبرانو په توګه ټاکلي دى.

د (OFRD) يا چټکې مرستې او پراختيا موسسې مشر  شعيب ناصري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، وياړي چې د يوه ځوان افغان په توګه بريالى شوى چې د ملګرو ملتونو ددې سازمان د ځوانو رهبرانو په ليکلړ کې راغلى دى.

هغه د ځوانانو پر فعاليت او مشرۍ د ټينګار تر څنګ وويل: ((زموږ د ټولنې له شپېته سلنې زيات ځوانان جوړوي؛ ځکه خو نن زموږ ټولنه ځوانو رهبرانو ته زياته اړتيا لري، څو خپل هېواد ته خدمت وکړي.))

ناصري زياته کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان د تمدنونو ايتلاف د بلنې پر بنسټ به تر دوو راتلونکو اوونيو پورې اذربايجان ته سفر وکړي او هلته به د ځوانانو په يوه نړيواله ناسته کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د ياد بنسټ د ځوانانو ځانګړې اويايمه ناسته به د روان کال د غويي په شپږمه او اتمه نېټه د اذربايجان په پلازمېنه باکو ښار کې ترسره کېږي.

ناصري وويل: ((په دې کنفرانس کې به د افغانستان د ځوانانو د ستونزو او ننګونو په اړه چې د هغوى د تېښتې سبب ګرځي او هغو بېلابېلو ټاپو په اړه چې د افغانستان د خلکو پر تندي د ترهګرۍ په نوم وهل شوي، خبرې وکړم او دا به ووايم چې د افغانستان خلک سوله خوښي دي او غواړي چې د نړيوالې ټولنې په مرستو په هېواد کې سوله راولي، څو د سولې په فضا کې کور وکړي او د وياړ وړ لاسته راوړنې ولري.))

محمد شعيب چې اوسمهال ٢٨ کلن دى، وويل چې د اقتصاد په څانګه کې يې اسلام اباد کې تخصص اخيستى. هغه زياته کړه چې د امداد او چټکې پراختيا موسسه کې يې د خپلو همکارانو په مرسته د بشري حقونو، د ښځو حقونو، سولې او سالمې همپالنې د ترويج په برخه کې کار کوي.

ياد شوي ځوان رهبر زياته کړه چې د افغانستان راتلونکي وضعيت ښه کېدو ته هيله من دى، له همدې امله افغان ځوانانو ته سپارښتنه وي چې خپل هېواد دې نه پرېږدي، د تحصيل او پوهې د تر لاسه کولو په برخه کې دې هڅې وکړي او ډاډمن دې وي چې هڅې او زحمتونه يې بې ځايه نه ځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه