منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بادغيس کې د سېلاب له امله ١٢ مسافر مړه شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

قلعه نو (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥): په بادغيس کې د سېلاب له امله د چپه شوي موټر له سپرليو ١٢ تنه مړه شوي چې شپږ يې د هرات اوسېدونکي دي او پاتې نور تر اوسه نه دي پېژندل شوي.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي محمد فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د مقر ولسوالۍ په سنګ اتش سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي، ياد کسان له ځان سره د پېژندګلوۍ اسناد نه لري، خو د موټر تر چپه کېدو مخکې يې د سنګ اتش په بازار کې ډوډۍ خوړلې وه او خلکو ته يې ويلي وو چې د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ ته د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره روان دي.

د يادو کسانو مړي د بادغيس ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه روغتون سرطبيب ډاکټر عبداللطيف روستايي وايي چې له يادو کسانو څخه شپږ تنه د هرات ولايت د ولسواليو اوسېدونکي دي او پاتې نور تر اوسه نه دي پېژندل شوي.

هغه وايي، دا مړي په روغتون کې ساتل کېږي تر څو خپلوان يې خبر شي او ويې لېږدوي.

تېره ورځ د سمنګان په "دره صوف پايين" او حضرت سلطان ولسواليو کې هم سېلابونو پنځه تنه وړي او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې زيانمنه کړې ده.

په يادو کسانو کې چې نن له غرمې مخکې تر لس نيمو بجو نه وو موندل شوي،  درې ماشومان او دوه لويان شامل دي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې