باميان (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د باميانو ځايي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله پنځه کسه مړه شوى، لسګونه څاروي له منځه تللي او د استوګنې نږدې ٣٥٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
د باميانو له پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې مشر احمد ضيا رفعت پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه ترسره شوې ارزونې څرګندوي چې څلور کسه د سېلابونو له امله په ورث او پنجاب ولسوالۍ کې مړه شوي او يو کس د دغه ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله له منځه تللى دى.
هغه زياته کړه چې د دغو سېلابونو له امله د استوګنې ١٨٤ کورونه په بشپړ ډول وران شوي او ١٦٦ نور يو څه ويجاړ شوي دي، د دې تر څنګ لسګونه څاروي هم له منځه تللي.
د باميانو له پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې مشر وويل چې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه کيلومتره سړک هم د سېلابونو له امله ويجاړ شوی او ګڼې بې مېوې ونې پرې شوې دي.
رفعت زياته کړه چې د باميانو لرې پرتو سيمو ته د سيلابونو د راوتلو په سبب د اوښتو زيانونو د څېړنې لپاره د ولايت مقام پلاوى استول شوى او ښايي چې زيانونه له دې هم زيات وي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










