کابل (پژواک،١١ غويى ٩٥): د کابل ناحيو يو شمېر مسوولين د ښار پاکوالي او چاپېريال ساتنه کې د خلکو رول تت بولي او وايي، د کابل ښاروالۍ له لوري د حشر ترسره کولو او چاپېريال ساتنه کې لږ شمېر کسان برخه اخلي.
په داسې حال کې چې کابل ښار د چاپېريال ساتنې له اړخه ناسم وضعيت کې دى؛ خو د مسوولينو په وينا، چاپېريال ساتنه کې د خلکو فعال نه ګډون او د تنظيف وسايطو کمښت هغه موارد دي چې د کابل ښار چاپېريال ستونزو سره تړاو لري.
د کابل ښاروالۍ د تنظيف مشر نثاراحمد غوري وويل، د دې ترڅنګ چې کابل ښاريان د خپلې سيمې پاکولو کې همکاري نه کوي؛ خو پر کابل ښاروالۍ هم نيوکه کوي.
نوموړي زياته کړه: "موږ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل ښار ناحيو کې حشرونه ترسره کوو؛ خو ان يو تن هم برخه نه اخلي، ځکه فرهنګ جوړونه ډېره کمزورې ده، خو د افغانستان لپاره د فرهنګ جوړولو اړتيا په برخه کې کار نه دى شوى."
د ښاروالۍ تنظيف مشر د وسايطو له کمښت څخه يادونه وکړه او دا يې په ډاګه کړه چې د ښار په تناسب ماشينري کمه ده او کابل ښاروالۍ په نسبي توګه دې ښار کې د ستونزو هوارولو ته ځواب ويلي شي، وويل: "د خځلو وړلو موټرونه لږ دي او هره ورځ د کثافاتو لېږد پرمهال له ٣٠ – ٣٥ موټرونه تخنيکي عوارض پيدا کوي.
نثاراحمد حبيبي زياته کړه چې کابل ټولو ٢٢ ناحيو کې ٤٦٠٠ خځلنۍ شته؛ په داسې حال کې چې کابل ښار د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت ١٣٥زرو خځلنيو ته اړتيا لري.
د تنظيف مشر همداراز وويل چې د ښاروالۍ کاري پلان له مخې، هغوى خځلې د شپې مهال له کابل ښار څخه لېږدوي؛ خو يو شمېر خلک د چاپېريال ساتنې په برخه کې د مسووليت نه منلو له مخې خځلې له راغونډولو وروسته ناسمو ځايونو کې اچوي او کوڅه ډبي او نامسوول کسان هغه د ښار په بېلابېلو سيمو کې تيتوي.
د ښار تنظيف ياد شوي چارواکي معلوماتو له مخې، کابل ښار کې د ورځې څه باندې شپږ زره ټنه خځلې راټولېږي؛ خو هغوى هره ورځ تر ٥٠٠٠زرو ټنو خځلې له کابل ښار څخه لېږدولى شي او له بده مرغه شاوخوا زر ټنه يې کابل ښار کې ډېرى کېږي.
په ورته وخت کې د څلورمې ناحيې د تنظيف مدير عزيز صالح هم د خځلو راغونډولو کې د خلکو نه ګډون په اړه اندېښنه وښوده.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې څلورمه ناحيه کې د ٦٥٠زرو وګړو لپاره د تنظيف ١٦٠ کارکوونکي نه شي کولى چې دې غټ شمېر کسانو ته لاسرسى وکړي، زياته کړه چې د دې ناحيې اوسېدونکي د چاپېريال ساتنې په برخه کې همکاري نه کوي.
هغه وويل :"د دې ناحيې خلک ډېر بې مسووليته دي، که موږ تر يوې مياشتې له دې ناحيې څخه خځلې راغونډې نه کړو، نو د دې سيمې ټولې کوڅې او لارې به له خځلو ډکې شي، خو بيا به هم خلک هېڅ پاملرنه و نه کړي."
همداراز د درېيمې ناحيې د تنظيف رياست مشر محمد محسن ملک زاده د چاپېريال ساتنې په برخه کې د خلکو بې مسووليتي په اړه وويل، د دې سيمې څه باندې ٧٠ سلنه وګړي خپلې خځلې په نامناسبو ځايونو کې اچوي.
هغه زياته کړه: "څومره کارکوونکي چې ولرو، بيا هم د خلکو له همکارۍ پرته نه شو کولى ټول چاپېريال پاک وساتو."
په داسې حال کې چې د زياتو ناحيو مسوولان د چاپېريال په پاکوالي کې د خلکو پېکه ګډون په اړه شکايت کوي؛ خو د يو شمېر ناحيو اوسېدونکي د ښاروالۍ او چاپېريال ساتنې ستونزو ته په پام سره لاس په کار شوي دي.
د دشت برچي سيمې اوسېدونکي مهدي فطرت وويل: "زموږ په سيمه کې زياتې خځلې وې، ښاروالۍ هم لاس په کار نه شوه، موږ خپله ګام پورته کړ او له يوه خصوصي شرکت سره مو د خځلو غونډولو تړون لاسليک کړ چې دا شرکت اونۍ کې دوه ځله زموږ له سيمې خځلې راغونډوي."
همداراز د کابل ښار خيرخانې مېنې د جمهوريت ګولايي سيمې اوسېدونکي سيحون کريمي هم د خلکو فعال ګډون په اړه وويل: "د سيمې يو شمېر خلکو له يوه خصوصي شرکت سره تړون وکړ چې مياشت کې يو ځل کڅوړې وېشي او هره ورځ زموږ کورونو له شا څخه خځلې راغونډوي او لېږدوي يې."
په ورته وخت کې د ديارلسمې ناحيې د تنظيف امر سيد رحمت الله سادات هم د خلکو له همکارۍ څخه خوښي وښوده چې د دې ناحيې ٦٠- ٦٥ سلنه وګړي د ښاروالۍ له کارکوونکو سره همکاري کوي.
نوموړي همداراز وويل چې د دې ناحيې ځينو سيمو کې د تنظيف وسايطو د تګ راتګ لپاره ستونزې شتع، هره کورنۍ مياشت کې د ١٠٠ – ١٥٠ افغانيو په ورکولو سره ډېرى شوې خځلې تر لېږد وروسته په ټاکلي ځاى کې خښوي.
د کابل ښار بېلابېلو ناحيو لارو او کوڅو کې انبار شوې خځلې له يوه لوري د پلازمېنې په توګه د کابل ښار انځور بدرنګه کړى؛ له بله اړخه سترې ناروغۍ رامنځ ته کوي.
د سردار محمد داوود خان روغتون ډاکټر ذبيح شاداب د ښار ناولې او ککړه هوا د ښاريانو لپاره يو جدي او ستر ګواښ وباله.
د هغه په وينا، خځلې او ککړه هوا د خطرناکو او وژنکو ناروغيو لکه ساه لنډي،حساسيت، استما، د زړه ناروغۍ، د سږو سرطان او مزمن برانشيت او ان د مرګ لامل ګرځي.
له بل پلوه، د چاپېريال ساتنې کارپوهان کابل ښار کې د اوسنۍ ککړې هوا او د دوام په اړه يې اندېښمن دي.
د چاپېريال ستانې کارپوه او د کابل پوهنتون استاد پوهنيار وفاءالرحمن وفا وويل چې ښار کې د اوسېدنې فرهنګ بنسټيز کولو لپاره بايد د تبليغ له لارې خلک دې مهمې چارې ته متوجه کړي.
د هغه په باور: "دولت بايد په ځانګړې توګه عملي کمپاينونه په لار واچوي او رسنۍ دا خپل مسووليت وګڼي او په دې برخه کې ځيني اعلانونو خپاره کړي، د جوماتونو ملا امامان دې د جمعې ورځې لمانځه په خطبو کې د ښار او چاپېريال پاکوالي په اړه وعظ وکړي او د ښوونځيو په درسي پروګرام کې دې د چاپېريال ساتنې پروګرامونه پياوړي شي."
د استاد وفا په خبره، د چاپېريال ساتنه يواځې د ښاروالۍ دنده نه ده، دا د هر کس دنده ده.
د چاپېريال ساتنې دې کارپوه وړانديز وکړ، که د خځلو تنظيم چارې د ښار په کچه خصوصي سکتور ته وسپارل شي، ډېره به ښه وي او له بل اړخه به خصوصي سکتور اړ وي چې د خځلو سوځولو لپاره يوه دستګاه (incineration plant) ولګوي.
نوموړي په دوام وويل چې د دې دستګاه پرمټ ټولې خځلې سوځېدلى شي او د دې خځلو ټول زهرجن توکي له منځه ځي، د يادو موادو له سوځولو څخه دې ژمي کې د مرکز ګرمي تودولو لپاره هم ګټه واخيستل شي.
په داسې حال کې د کابل ښار د پاکوالي او چاپېريال ساتنې په برخه کې د دې ښار اوسېدونکو د نه همکارۍ په اړه خبرې کېږي، چې کابل ښار د نږدې پنځو ميليونو وګړو په درلودو سره پر يو ګڼ مېشت ښار بدل شوى دى.
د کابل ښار تنظيف ادارې مسوولينو د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي، کابل ښار کې د زياتو وګړو مېشتېدا دې ښار کې د چاپېريال ککړتيا او خځلو زياتېدو سبب شوى دى چې په دې برخه کې د ښاريانو نه پاملرنه د دې لامل شوى څو ښار کې خځلې زياتې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










