منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فنلينډ او افغانستان د پناه غوښتونکو په اړه پر يوه هوکړه کار کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): د فنلينډ د کورنيو چارو وزيره وايي چې له افغانستان سره د پناه غوښتونکو د راتلونکي په اړه پر يوه هوکړه کار کوي.

د فنلينډ د کورنيو چارو وزيره پيوي نيرګ چې افغانستان ته په يوه رسمي سفر راغلې، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې له افغان چارواکو سره يې خپل هېواد ته د کډوالو او پناه غوښتونکو په راتګ تفصيلي خبرې کړې دي.

فنليڼد يو له هغو اروپايي هېوادونو دی چې له تېر يو کال راهيسې د پناه غوښتونکو او کډوالو يو لوى بهير ورته روان دى او ډېر یې رسېدلي دي.

د دغه هېواد د کورنيو چارو وزيره وايي چې دوى د کډوالو موضوع په اړه پر دوو لارو غور او فکر کوي.

د نوموړې په وينا، لومړۍ لاره په دې اړه د فنلينډ او اروپايي اتحاديې ګډه ستراتيژي ده، په دې اړه به دواړه لوري په راتلونکو دوو اونيو کې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې سره ګوري او د پناه غوښتونکو د راتلونکي په اړه خبرې کوي.

مېرمن پيوي نيرګ وويل چې د دې ستونزې د هواري دويمه لاره چې له اړوندو هېوادونو او په ځانګړې توګه له افغانستان سره دا موضوع له دوه اړخيزو لارو هواره کړي.

د فنلينډ د کورنيو چارو وزيرې زياته کړه چې په دې اړه يې له افغانستان سره خبرې پيل کړې دي او ډېر ژر به د افغان پناه غوښتونکو د راتلونکي په اړه پر يو هوکړه ليک لاسليک وشي.

د هغې په وينا، اروپايي هېوادونه پر دې فکر کوي چې له هغو پناه غوښتونکو سره مالي مرستې وکړي، چې غواړي په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

فنلينډ ته د رسېدلو افغان پناه غوښتونکو د برخليک او راتلونکي په اړه د دغه هېواد د کورنيو چارو وزيرې وويل چې د ٧٠٠٠ افغان پناه غوښتونکو قضيې څېړلې دي.

هغې زياته کړه چې دوى د افغانستان له حالاتو او دا چې دغو خلکو ولې خپل هېواد پرېیښى دى او هلته تللي، خبر دي.

نوموړې وويل چې هېواد يې غواړي ٣٠٠٠ افغانانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړي.

د کورنيو چارو وزيرې زياته کړه چې د هېواد ولسمشر يې اړوندو چارواکو سپارښتنه کړې چې د هغو خلکو قضيو ته جدي پاملرنه وکړي چې په خپلو هېوادونو کې له سختو امنيتي ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.

خو مېرمن پيوي نيرګ په ډاګه کړه، هغه خلک چې په خپلو سيمو کې يې امنيت ښه دى، خو د ښه ژوندانه لپاره يې خپل هېواد پرېيښى، هغوى ته په فنليند کې د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال