منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۶ غويى ۹۵): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني د غويي په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه نن ماسپښين مهال د مزار- شبرغان پر لويه لاره د بلخ ولسوالۍ علم خېلو کلي ته څېرمه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په پېښه کې څلورو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي، چې يو سړی او يوه ښځه په کې مړه شوي او دوه نور کسان ټپيان دي.

د علم خېلو سيمې اوسېدونکي محمد ګل پژواک ته وويل، چې ياده پېښه د موټرو د ټکر له امله نه ، بلکې د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې.

نوموړي زياته کړه، چې دی پر سړک ولاړ و، چې د موټر ټاير وچاودېد، موټر بې واکه شو او له سړکه يې مسير بدل کړ.

هغه هم په پېښه کې د دوه کسانو مړه کېدو او د دوه نورو د ټپي کېدو پخلی وکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې