کابل (پژواک ١٦ غويى ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د بورې، چاى او سرو زرو بيې لوړې شوې، خو د وريژو بيه راټيټه شوې ده.
د کابل ښار د خوراکي توګو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه له ٢١٢٠ افغانۍ ٢١٤٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.
خو نوموړي زياته کړه، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ٢٥ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو بيه له ١٦٥٠ افغانۍ، ١٦٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.
هغه وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړو بيه ١٢٣٠ افغانۍ او د ١٦ ليټره مومن غوړيو بيه ١٠٤٠ افغانۍ ده.
د کابل ښار په منډوي کې يوه چاى پلورونکي وويل، چې نن د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ او د يوه کيلو شين مدينه چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ ده.
تېره پنجشنبه د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يوه کيلو مدينه شين چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ وه.
پلورونکي وايي، د يادو توکو د بيو لوړېدل او راټيټېدل د وارداتو له زياتېدو او تقاضا سره بدلون مومي.
د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.
د کابل ښار په دهن باغ کې د خوراکي توکو يوه پلورونکي محمد هارون وويل، نن د ٥٠ کيلوګرامه بورې پرچون بيه ٢١٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړو بيه ١٣٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وريژې ١٧٠٠ افغانۍ، ١٦ لېټره مومن غوړي ١٢٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين مدينه چاى ٢٥٠ افغانۍ دى.
د سون توکو او ګازو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه لېټر ډېزل تېلو بيه ٣٢ افغانۍ او د يوه لېټر پټرول تېلو بيه ٤١ افغانۍ ده.
د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه پلورونکي محمد شريف په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٤٥ افغانۍ ده.
login or register a new account.