منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني په ترافيکي پېښه کې ٥٢ کسان مړه شوي او ٧٣نور ټپيان دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

لومړى تعقيب_غزني (پژواک، ١٩غويی ٩٥): د غزني په مقر ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې ٥٢ کسان مړه شوي او ٧٣نور ټپيان دي.

د غزني د ترافيکو مدير محمد الله احمدي د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د مقر ولسوالۍ په لړمه سيمه کې دغه  ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه: ((دوه ٣٠٣ موټر له يو ټېلر سره جنګېدلي او موټرو اور هم اخيستی دى چې تر اوسه (له غرمې مخکې ١١ بجې)  اور په کې بل دى او ځينې مړي لا هم په موټرو کې په پاتې دي دي.))

هغه وايي چې په دې پېښه د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند جاوېد سالنګي پژواک ته وويل چې په يادو موټرو کې ١٢٥ کسان سپاره وو.

هغه وايي چې له يادو کسانو څخه ٧٣ يې ټپيان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥٢ نور   مړه شوي دي.

ده وويل چې ټپيان د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي خو کېدای شي د مړو شمېر نور هم ډېر شي.

خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم وويل چې د مقرو ولسوالۍ ترافيکي پېښې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وويل چې مرستندويه ډلې سيمې ته رسېدلي ، خو کيداې شي د مړو شمېر ډير شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې