هرات ښار (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): نن سهار په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپیان دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د چهار شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې نن سهار يو مازدا موټر له انجيل ولسوالۍ څخه هرات ښار ته په لاره په کمرکلاغ سيمه کې له سړکه ووت او چپه شو.
د هرات د والي وياند وويل چې ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدل شوي او د ښه روغتيايي وضعيت راپور يې ورکړل شوى دى.
د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يو کس وژل شوى او ١٣ ټپيان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه زياته کړه چې د پېښې ټپيان څلور ماشومان، درې ښځې او پاتې نور نارينه دي.
شېرزي د درېيو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښې وړ وباله.
سره له دې چې د هرات ترافيک چارواکو تر اوسه د پېښې لامل نه دى څرګند کړى، خو عيني شاهدانو پژواک ته ويلي چې دغه ترافيکي پېښه د چلوونکي د بې پروايۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










