منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۳ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بګرام کې پر بهرنيانو ځانمرګى بريد شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

چاريکار (پژواک، د غبرګولی لومړۍ نېټه ٩٥): د پروان د بګرام ولسوالۍ په "نصرو" کلي کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد وشو.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا لس  بجې د يو کرولا موټر په وسیله شوی دی.

هغه وويل چې د بريد د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه لري؛ ځکه چې د بريد سيمه د بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده شوې او چا ته اجازه نه ورکوي چې د بريد سيمې ته ورشي.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد نذير دانشجو پژواک ته وويل چې په بريد کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي، خو د نورو تلفاتو په اړه يې معلومات نه لري.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستى دى.

طالبانو ويلي چې په دغه بريد کې امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېر يې تر اوسه نه دى معلومه.

په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې