واشنګټن (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوپوړى پوځي چارواکى وايي چې افغان ځواکونه سږ کال ښه پر مخ روان دي او د ترهګرو پر ضد ښه تحرکات ترسه کوي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموريت د عامه اړيکو مرستيال بريد جنرال چارلېس کليولانډ په واشنګټن کې د دفاع وزارت له پنټاګان مېشتو خبريالانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې کړې دي.
هغه زياته کړې: ((موږ پر دې باور يو چې افغان ملي دفاعي ځواکونه د تېر کال په پرتله سږ کال د پسرلي په جګړه ييز موسم کې ښه پر مخ روان دي او د افغان ځواکونو دغې وړتيا ته په کتلو سره، موږ خوشبينه يو چې په راتلونکو مياشتو کې هم دوى له ځانه ښه وړتيا وښيي.))
د ناټو دغه جنرال ويلي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغان ځواکونه نوي پرمختګونه کوي او دا لړۍ په برياليتوب سره پر مخ روانه ده.
جنرال چارلېس د افغان ځواکونو د پرمختګونو يو لامل دا په ګوته کړى چې دوى سږ کال له دفاعي حالت څخه يرغليز حالت خپل کړى دی.
ده زياته کړې: ((که څه هم په هر ځاى کې یې دغه حالت نه دى خپل کړ، په ټوليزه توګه سږ کال افغان ځواکونو يرغليز حالت کې پر مخ روان دي.))
د هغه په وينا، سږ کال افغان ځواکونه خپلې وړتياوې په ښه توګه کاروي او له دوى څخه همدا هيله هم کېږي او د ورځو په تېرېدو يې تجربې زياتېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن