فراه ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ٣٠٣ موټر د چپه کېدو له امله ١٨ کسان مړه او ٣٠ نور ټپيان شوي دي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدغوث مليار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پېښه کې ١٧ تنه مړه او٣٠ نور ټپيان شوي دي.
د ده په وينا، دغه پېښه تېره ورځ مازيگر شاوخو څلور بجې د بالابلوک ولسوالۍ په توت چکاب سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دغه موټر چې له کابله هرات ته روان و، د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله له سړک نه وتلى او چپه شوى دى.
هغه وايي چې ټپيان د فراه، هرات، نيمروز او په بالابلوک کې د ملي اردو يو کلينيک ته لېږدول شوي دي.
د فراه د عامې روغتيا مشر ډاکټر عبدالجبار شايق وايي چې له دې پېښې د فراه ولايتي روغتون ته يو مړى او ١٨ ټپيان لېږدول شوي دي.
دى وايي چې له ټپيانو څخه يوه تن په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د کونړ ولايت اوسېدونکى محمدناصر چې په ياده پېښه کې ټپي شوى، د فراه په روغتون کې پژواک ته وويل چې موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله له سړکه ووت او چپه شو.
د ده په وينا، په موټر کې ټول ٦٠ تنه سپرلي وي چې له دې ډلې يواځې لس تنه روغ پاتې دي او نور ټول يا ټپيان شوي او يا مړه دي.
د هغه په وينا، د موټر ټولې سپرلي نارينه وو چې ډېر يې لويان او ځيني يې ماشومان وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










