د عربي اماراتو د هېواد رئيس حفظ الله اعلحضرت شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان، د ابوظبۍ د ولیعهد اعلحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د وسله والو ځواکونو د سر اعلی قومندانۍ د مرستیال په لارښوونه او د ولسمشر د مرستیال او د لومړي وزیر د مرستیال او خلیفه بن زاید آل نهیان د بشرپالې موسسې د مشر اعلحضرت شیخ منصور بن زاید آل نهیان په پاملرنې، د خلیفه بن زاید آل نهیان د خیریه موسسې په مالي مرسته د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کی د متحده عربی اماراتو سفارت کی دبشری او انکشافی مرستو د اتشی تر نظر لاندی د افطاری پروګرام نیولی دی ، دغه سخاوتمندانه مرستی به د رمضان المبارک میاشتی په اږدو کی ادامه ولری او په کابل، بدخشان، تخار، قندزر، بغلان، سرپل، بلخ، سمنگان، جوزجان، فاریاب، خوست، پکتیا، ننگرهار، کنر، لغمان، لوگر، نیمروز وپروان ولایتونو کی به سلګونه مسجدونو ته ورسیږی .
له دغی پروژی څخه به په بیلابیلو ولایتونو کی سلګونه زره روژه داران مستفید شی .
ددغی مبارکی میلمستیا پرمهال په کابل کی د متحده عربی اماراتو سفیر ښاغلی جمعه محمد عبد الله الکعبی یادونه وکړه چی ورور افغان ولس ته باید د انکشافی موسمی او بشری مرستو په وړاندی کولو لاس ورکړل شی ، هغه دغه مرستی د اماراتو د خلکو له لوری خپلو افغانانو وروڼو ته یوه ډالی و بلله، او یادونه یی وکړی چی دغه مرستی د متحده عربی اماراتو د حکیم مشرتابه په لارښوونه ترسره کیږی او په افغانستان کی دا پروژه له سترو پروژو څخه شمیرل کیږی.
ښاغلی سفیر زیاته کړه چی د متحده عربی اماراتو د مرستو لړی به تر هغو ادامه مومی تر څو په ټول افغانستان کی بی وزله او اړمنو ته ورسیږی ،هغه د خلیفه بن زاید له بشر پالی موسسی نه د هغو مرستو له امله مننه وکړه چی په ټول افغانستان کی څرګندی او روښانه دی.
له بل پلوه په پورتنیو ولایتونو کی مستفیدینو له دغی ستری میلمستیا چی د خلیفه بن زاید ال نهیان بشرپاله موسسه یی وړاندی کوی مننه وکړه او همدا ډول یی ددغی موسسی ټولو کار کوونکو ته له الله متعال نه د رمضان المبارک په میاشت کی د فیض او برکت استدعا او د سترو اجرونو غوښتنه وکړه
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










