منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې د ګازډبې چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي ووژل

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۱ کتنې

هرات ښار (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٥): په هرات ولايت کې د ګازډبې چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي ووژل شول.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د انجيل ولسوالۍ په اسحاق اباد کلي کې د ګازډبې چاودنه رامنځته شوې ده.

فرهاد زياته کړه چې په دې پېښه کې يوه ٣٠ کلنه مېرمن، يوه اووه کلنه نجلۍ او يو ٥ کلن  هلک چې د يوې کورنۍ غړي وو، وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات حوزوي روغتون د بېړنۍ څانګې مشر عبدالرحمن جامي پژواک ته وويل چې تېره ورځ د يوې مېرمنې او دوو ماشومانو سوځېدلي مړي دې روغتون ته ور وړل شوي دي.

جامي زياته کړه: ((دغه کورنۍ په ګاز ډبه د کله پاچې په پخولو بوخته وه چې د ګاز له ځينو برخو ګاز وتلو او دا کار د چاودنې سبب شو.))

دا په داسې حال کې ده چې د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي دغه پېښه د کورنۍ د بې احتياطۍ له امله وبلله.

احمدي له ټولو کورنيو وغوښتل چې د ګاز ډبې د کارولو پرمهال پاملرنه ولري او د دا ډول پېښو مخنيوى وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې