منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ايبک په سيند کې د يوې کورنۍ درې ښځې ډوبې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

ايبک (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): د سمنګان د مرکز ايبک ښار په سيند کې د يوې کورنۍ درې ښځې ډوبې او مړې شوې دي.

د سمنګان په ملکي روغتون کې د بېړنۍ څانګې نوکريوال ډاکټر احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د ايبک له سينده د درېيو ډوبو شوو ښځو مړي روغتون ته ور وړل شوي چې د دغه ښار د کارته صلح اوسېدونکې وې.

بلخوا د ايبک ښار د کارته صلح اوسېدونکي ٢١ کلن عبدالخبير پژواک ته وويل چې د يوې کورنۍ څلور غړي د ايبک ښار په سيند کې ډوب شوي وو چې د سيمې د اوسېدونکو د هڅو په پايله کې يې يو کس وژغورل شو او درې نورو ژوند له لاسه ورکړ.

هغه زياته کړه چې په دغو څلورو کسانو کې دوه خويندې، يو سړى او يوه ناوې شامل دي.

عبدالخبير د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې دغه درې ښځې د سيند پر غاړه د جامو پر مينځلو بوختې وې چې دغه مهال يې د ماشوم چپلکه د سيند اوبو ته غورځي، يوې يې چې شاوخوا ١٦ کاله عمر يې درلود، ځان سيند ته پسې اچولى او غوښتل يې چې د ماشوم چپلکه را واخلي، خو د اوبو د تېزوالي له امله ډوبه شوې ده.

د يادې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دويمه نجلۍ چې ٢٠ کاله عمر يې درلود، د خپلې خور د ژغورنې لپاره يې د سيند اوبو ته دانګلي، هغه هم ډوبه شوې او په پايله کې يې د يادې کورنۍ ناوې چې ٣٠ کلنه وه، د يادو دوه نجونو د ژغورنې په نيت ژوند له لاسه ورکوي.

د يادې سيمې اوسېدونکي وويل چې له هغه وروسته د کورنۍ سړي هم د کورنۍ غړو د ژغورنې لپاره د سيند اوبو ته ځان اچولى او په پايله کې هغه نه يوازې چې د خپلې کورنۍ غړي نه دي ژغورلي، بلکې په خپله هم په اوبو کې ډوب شوى او نږدې هغه هم ژوند له لاسه ورکړى و.

د سيمې يو اوسېدونکى عبدالخبير چې په رواجي توګه د لامبو وهلو په چل پوهېږي او د کورنۍ ياد غړى يې ژغورلى، پژواک ته وويل چې دغه ښځې د سيند په يوه برخه کې چې ژوروالى يې دوه مترو ته رسېږي، پاتې شوې وې چې په پايله کې يې ژوند له لاسه ورکړى دى.

د دغه ولايت سيمه ييزو چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې