منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۵ غ.و
۶°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ټاکنیزو اصلاحاتو اړوند د ولمشر د تقنیني فرمان په اړه د پارلمان د وروستي دریځ په هکله د (ایوا) لید لوری

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

مطبوعاتي خبرپاڼه یکشنبه٢٣-٣-١٣٩٥  د ولسي جرگې لخوا د ټاکنیزو اصلاحاتو د فرمان ردیدل یو وار بیا هغه اندیښنه زیاته کړه چې د ټاکنو د څار بنسټ (ایوا) لا پخوا د ولسي جرګې د ټاکنو د تر سره کیدو په اړوند د سیاسی ارادې د نه شتون په هکله یې درلود.

د ولسي جرګې دې پریګړې دا څرګنده کړه چې پارلمان د یو مسؤل نهاد په توګه د حکومت په څیر د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړوند روښانه او قاطع دریځ نه لري؛ (ایوا) پدی باور دی که دغه کړکیچ ته د پای ټکی کینښودل شي د هېواد  نوي ولسواکۍ به له ډیرو ننګونو سره مخ او دحکومت او پارلمان مشروعیت به نور هم له ګواښ سره مخ شي.

د ټاکنو څار سازمان پورتنیو ټکو ته په پام سره لاندې وړاندیزونو باندی ټینګار کوي:

  • حکومت او پارلمان دې د یوې ګډې کاري کمیټې د جوړولو له لارې یو او بل سره داسې اړینه همکاري وکړي چی واقعي او غیر سیاسي ټاکنیزو اصلاحتو د پلي کیدو لپاره قاطع او روښانه تصمیم ونیول شي.

 

  • که حکومت او پارلمان د تقنینی فرمان د برخلیک په هکله یوې هوکړې ته ونه رسیږي؛ جمهور ریس او اجرایه ریس دې د دې ستونزېدحل لپاره د پارلمان نه پرته نورې لارې چارې ولټوي تر څو چې ټاکنیز اصلاحات عملی بڼه غوره کړي.

 

  • د مدنی ټولنو؛ رسنیو؛ او سیاسی نخبه ګانو څخه  غوښتنه کیږيچې  د فشار یوې ګډ ځواک په توګه د ملي او ډموکراټیکو پروسو څخه د دفاع په خاطر خپلېهلې ځلې پیاوړي کړي.

 

  • د اړوند نړیوالېټولنې څخه هیله کیږي چې د افغانستان د ډموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.

 

د اړیکو شمېرې: 0708293045-- 0706706720

www.ewa.org.af

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې