ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنټاګان په افغانستان کې د نا امنۍ پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې

پنټاګان په افغانستان کې د نا امنۍ پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې

author avatar
18 Jun 2016 - 12:35
پنټاګان په افغانستان کې د نا امنۍ پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې
author avatar
18 Jun 2016 - 12:35

واشنګټن (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): د امريکا د دفاع وزارت په خپل هغه راپور کې چې کانګرېس ته يې لېږلى، د افغانستان امنيت اندېښمن بللى دی.

دغه څرګندونې د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګان) په هغه شپږ مياشتني سل مخيز راپور کې شوې چې پرون يې د دغه هېواد کانګرېس ته لېږلى دى.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان پر امنيت اوس هم د وسله والو مخالفينو له خوا رامنځته شوې نا امني حاکمه ده، خو افغان ملي امنيتي ځواکونه توانېدلي، له خپلو سيمو او خلکو دفاع وکړي.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان ملي ځواکونه د طالبانو د هغو ستراتيژيکو پلانونو او بريدونو په شنډولو کې بريالي شوي چې غوښتل يې د افغانستان ځينې مهمې سيمې ونيسي.))

د امريکا د دفاع وزارت په راپور کې راغلي چې وسله والو په تېر ژمي کې د مخکنیو هغو په پرتله ډېر بريدونه ترسره کړل.

په راپور کې راغلي، که څه هم په افغانستان، پاکستان او ګډه پوله کې د القاعدې مشرتابه له منځه وړل شوي او يا هم کمزوري شوي، خو دغه ډله اوس هم د پولې په دواړو غاړو کې خوندي مرکزونه لري او د بريدونو لپاره پلانونه جوړوي.

د پنټاګان په راپور کې راغلي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې پاکستان مهم رول درلود او په راپور کې له پاکستانه غوښتل شوي چې په سيمه کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو په کمولو او له منځه وړو کې هم خپل رول ولوبوي.

د امريکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې د افغانستان او پاکستان د پوځي چارواکو تر منځ د  اړيکو پر نيولو خوښي څرګنده کړې او زياته کړې یې ده چې دې اړيکو د ترهګرو د ګواښونو په کمولو کې مرسته کړې ده.

خو په دغه راپور کې له پاکستانه غوښتل شوي چې د حقاني او طالبانو پر ضد په دوامداره توګه اقدامات وکړي، څو د دغو ډلو ګواښونو له خوا رامنځته شوي ګواښونه، د سولې او پخلاينې لپاره لاره هواره شي.

سرچينې زياته کړې چې په تېرو شپږو مياشتو کې د افغانستان امنيتي حالات تر پخوا ډېر خراب شوي، يواځې ٢٠ سلنه افغانان په تېره مارچ مياشت کې له امنيتي څخه ډاډمن وو.

په راپور کې راغلي چې ٤٢ سلنه افغانانو ويلي چې اوسنى امنيت د طالبانو د واکمنۍ په پرتله ډېر خراب شوى دى.

د امريکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې دغه راز د امنيتي پېښو پر مهال د افغان ځواکونو او ملکي وګړو پر مخ په زياتېدونکي مرګ ژوبلې هم اندېښنه ښودل شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.