هرات ښار(پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د روان کال له پيل نه تر اوسه پورې په هرات کې شاوخوا څلور سوه کسانو د وژونکو درملو د خوړلو له لارې د ځان وژنې هڅه کړى او له دې ډلې تر اوسه پنځه کسان مړه شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي چې د روان کال په لومړيو مياشتو کې د تسکين کوونکو او موږک وژونکو درملو په سبب د مسموميت ٣٩٨ مورد ثبت شوي چې ٨٠ سلنه يې مسموم شوي يې ښځې او پاتې نور نارينه دي.
د ياد شوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې ډلې پنځه کسان مړه شوي دي.
د هغه په خبره، په وروستيو کلونو کې د موږک وژلو له درملو کار اخيستنه د ښځو او حتى نارينه وو ترمنځ د ځان وژنې مروجه طريقه شوې ده.
شيرزي زياته کړه چې دې کسانو د تيزابو، موږک وژلو، د نورو درملو لکه ديازپام، الپرازولام او تراى مادول په خوړولو سره د ځان وژنې اقدام کړى چې په روغتون کې له پنځو پرته د نورو ټولو درملنه شوې ده.
شيرزى جبرى وادونه، کورني اختلافات، بېوزلي، اقتصادي او فرهنګي بېوزلي، رواني او روحي ستونزې، ددې پېښو رامنځته کېدو لامل بولي.
شيرزى وويل چې د روان کال له پيل نه تر اوسه پورې شپږ مېرنو او څلور نارينه وو د کورني تاوتريخوالي، رواني او روحي ستونزو په سبب ځانونه زندۍ کړي او مړه شوي دي.
په ورته وخت کې د هرات د بشري حقونو خپلواک کمېسيون رييس عبدالقادر رحيمي، ددغو پېښو پخلى وکړ او پژواک ته يې وويل چې د وژونکو درملو له لارې د ورته پېښو نه څېړنې يو لامل دادى چې د افغانستان له قوانينو سره سم که زيانمن کس له قضيې تېر شي، نو هېڅ کوم دولتي او نا دولتي سازمان نه شي کولى چې هغه وڅېړي.
د هغه په خبره، د ورته پېښو زيات عاملين د کورنيو لخوا تر فشار لاندې نيول کېږي، څو له خپلې قضيې تېر شي.
يوه مېرمن چې د موږک وژلو د درملو په خوړلو مسمومه شوې وه، پژواک ته يې وويل چې د خاوند له کورنۍ سره يې داختلافاتو او فشارونو له امله د ځان وژنې اقدام کړى.
دې مېرمنې د نوم نه ښودلو په شرط وويل:(( زما خوښه نه وه چې واده وکړم، خو په زور يې واده کړم، خسرګنۍ مې هم ظلم راسره کاوه، بالاخره اړ شوم چې د موږک وژلو درمل وخورم.))
ځينې نور کسان چې د وژونکو درملو د خوړلو په سبب مسموم شوي وو، مرکې ته حاضر نه شول.
په ورته وخت کې د هرات يو شمېر کارپوهان وايي چې د موږک وژلو درملو ته د ښځو زيات ميلان له دې سبب دى چې دا توکي ارزانه دي او لاسرسى ورته لري، دوى زياتوي چې دا سمي توکي په هر کور کې موندل کېږي او څنګه چې ښځې له کورني تاوتريخوالي سره مخ شي، ددې توکو په خوړولو سره ځان وژنه کوي.
پخوا د هرات حوزوي روغتون ډاکټران وايي چې د موږک وژلو درمل ارسنيک، وارفريناو په ټوله کې زهري دي چې په زړه، سږو او د وينې پر جريان اغېز کوي، شخص له داخلي وينې بهېدنې سره مخ کوي او د وينې بهېدنې د ډېرښت په سبب ساه ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










